1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي موزیم غلا شوي مجسمه بیرته ورتسلیم شوه

۱۳۹۰ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

آلمان په روانه اونۍ کي د افغانستان د ملي موزیم یوه غلا سوې مجسمه بیرته ورکړه. دغه مجسمه د کورنیو جګړو پر وخت له افغانستان څخه قاچاق شوې وه. د جګړو پر وخت د افغانستان د موزیم ډیر اثار چور او نور هیوادونو ته قاچاق شول.

https://p.dw.com/p/13tTs
دغه مجسمه د میلاد څخه دوه پیړۍ مخکي وخت پوري اړه لري.
دغه مجسمه د میلاد څخه دوه پیړۍ مخکي وخت پوري اړه لري.انځور: Reuters

دغه مجسمه چي اوس آلمان بیرته افغانستان ته ورکړې ده تر میلاد دوې پیړۍ مخکي وخت پوري اړه لري چي دا د افغانستان د شتمن تاریخ ښکارندوی ده..

په دغې مجسمي کي اته کسان حکاکي شوي دي. د افغانستان د ملي موزیم مشر، عمرا خان مسعودي، وایي چي دا يوه ډیره با ارزښته مجسمه ده. هغه زیاتوي: «دا یو ډیر ماهرانه کار دﺉ. زه خوشبینه یم چي په راتلونکي کي به موږ د افغانستان د موزیم نور اثار هم تر لاسه کړو.»

په برلین کي د افغانستان سفارت دا موضوع څیړي چي دا مجسمه تر هغه مخکي چي د آلمان مونشن ښار ته ورسیږي په کوم ځای کي وه. دغه مجسمه تیر کال د مونشن په موزیم کي راڅرګنده شوه. د آلمان حکومت تیره اونۍ دغه مجسمه افغانستان ته واستوله.

په ۱۹۹۰ لسیزه کي د افغانستان له موزیم څخه ډیر تاریخي اثار چور شول. په دغه وخت کي د افغانستان د موزیم څه نا څه ۷۰ سلنه اثار چي شاوخوا ۷۰۰۰۰ قلمه کیدل چور شول چي د افغانستان په ګاونډيو هیوادونو کي وپلورل شول.

اوس د افغانستان د ملي موزیم چارواکي په دې هڅه کي دي چي خپل چور شوی اثار بیرته تر لاسه کړي. هغه ویلي دي: «دا زموږ مسئولیت دئ. د قانون له مخي باید دغه اثار بیرته افغانستان ته ورکړل شي.»

مسعودي وویلي دي چي د افغانستان یو شمیر تاریخي اثار د متحده ایالاتو، جاپان او د یو شمیر اروپایي هیوادونو په موزیمونو کي راڅرگند شوي دي. د هغه په خبره انگلستان به هم په نزدي راتلونکي کښي د افغانستان د ملي موزیم شل اثره بیرته دغه موزیم ته ورکړي.

مسعودي وایي چي د یونسکو او نړیوالو پولیسو په مرسته د ۲۰۰۷ کال راهیسي د افغانستان د ملي موزیم ۸۰۰۰ چور شوي اثار بیرته د افغانستان موزیم ته سپارل شوی دي.

د افغانستان خپل ډیر اثار د امکاناتو د نه درلودو له کبله ننداري ته نه وړاندي کیږي. اوس په پلان کي ده چي د افغانستان د ملي موزیم تر څنگ یوه بله نوی او پرمختللې ودانۍ جوړه شي. دا به د افغانستان د موزیم نوې ودانۍ وي چي ورباندې به لس میلیونه ډالره ولگیږي. دا ودانۍ به په مدرنو سیستمونو سمباله وی. مسعودي وایي چی په افغانستان کي د دغه شان یو موزیم درلودل د هغه هیله وارزو ده.

مسعود جهش (د رویترز خبري آژانس)
کتونکی: نجیب الله زیارمل