1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ملي وحدت حکومت له کړکېچه د وتلو يوازنۍ لاره ده»

حسين سيرت/ سيد رياض۱۳۹۳ تیر ۳۱, سه‌شنبه

په افغانستان کې د یوه ملي وحدت حکومت د رامنځ ته کیدو پر سره ولسمشرۍ ته د دواړو کانديدانو تر توافق وروسته، د هغه د منفي او مثبتو اړخونو پر سر بحثونه پیل شوي دي. د ستراتيژیکو مطالعاتو مرکز په دې اړه یوه غونډه جوړه کړې وه.

https://p.dw.com/p/1Cgbp
انځور: DW/H. Sirat

دغه غونډه «د ملي وحدت حکومت چوکاټ او لومړیتوبونه» تر نامه لاندي جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې د پوهنتونونو یو شمیر استادانو، لیکوالانو او د مدني ټولنو فعالانو حضور لاره.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر رنگین دادفر سپنتا په دغه غونډه کې وویل، وروستې له دې چې د ټاکنیزو کمیسیونونو اعتبار تر پوښتني لاندي راغی، د انتخاباتو هره نتېجه چې لاس ته راغلې وای، د ټاکنو مشروعیت او محبوبيت یې تر پوښتني لاندي راوست: «په دغه شان حالتونو کې هر شی چې یوازي له پروسي څخه ووځي، زما په آند د خلکو په نظرونو کې د هغه مشروعیت او محبوبیت کم دی او بحران رامنځ ته کوونکی دی.»

سپنتا، زياته کړه چي که چیري د انتخاباتو پایلې چې د خلکو پر وړاندي یې مشروعیت کم شوی وو اعلان شوي وای، د خلکو د احساساتو او عواطفو د راپاریدو سبب به گرځېدلي وای چې د دې کنترول او مدیریت به بيا یو ستونزمن کار وای. هغه یادونه وکړه چې افغانستان «د یوه خطرناک تقابل او صف بندۍ په درشل کې» قرار لاره.

سپنتا په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «د ملي يووالي حکومت چې دواړه انتخاباتي ټیمونه د هغه پر جزئیاتو باندي کار کوي... زما په آند له اوسني بن بست څخه د وتلو یوازنۍ لار ده.»

د رنگین دادفر سپنتا په وينا د توافق پر اساس د دوو کانديدانو واک تقسیمیږي: «پر دې توافق شوی دی چې د تفتیش په پایله کې چې څوک ډیري رایې وگټي، ولسمشر دی، او بل بيا صلاحیت لري چې پخپله د چارو اجرا کوونکی شي او یا د اجرا کوونکي په توگه د يوه بل چا د ټاکلو وړانديز وکي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه لا د چارو د اجرا کوونکي صلاحیتونه مشخص شوي نه دي. د سپنتا په وینا د یوه ملي یووالي حکومت تر رامنځ ته کیدو وروسته په اساسي قانون او نورو قوانینو کې د اصلاح راوستلو له پاره په پراخه کچه ملي خبرو اتر ته اړتیا ده.

تر دې دمخه د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله، انتخاباتي ټیمونو ویلي ول چې گټونکی کانديد ولسمشر کیږي او دوهم کانديد به اجرائیوي رئيس وي.

دا بحث هم مطرح کیږي چې حکومت دوه کاله وروسته لویه جرگه راغواړي او د حکومت نظام له ریاستي څخه صدارتي ته واړوي. ډاکټر سپنتا په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د ملي وحدت په حکومت کې اپوزیسیون اصلی ځای نه لري، خو د غونډي یو شمیر گډونوالو بیا وویل چې د ملي یووالي په حکومت کې ځیني دیموکراتیک جوړښتونه له منځه ځي.

قرباني کیدونکي جوړښتونه

د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر نادر نادري، په دغه غونډه کې وویل: «د ملي یووالي حکومت لومړني قربانيان اصلي دیموکراتیک جوړښتونه دي. لکه څرنگه چې اشاره وشوه، د ملي یووالي په حکومت کې اپوزیسیون له منځي ځي.»

د نادر نادري، په آند بې ثباتي هغه یو خطر دی چې د ملي وحدت حکومت گواښي. هغه زیاته کړه: «دویم بحث د ملي یووالي د حکومت د ماتیدو وړتیا ده. ځکه چې د دغه وحدت د رامنځ ته کیدو بنسټ او اساس همشکله او یو شان نه دی. متفاوتې کاري اجنداوي موجودي دي.»

د دغي غونډي گډون والو د منځني ختیځ د یو شمیر هیوادونو د حکومتونو جوړښتونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د هغوی له تجربو څخه په استفادې سره کیدالای شی په افغانستان کې د ملي یووالي یو حکومت جوړ شي. خو د دغه نظر پلویان او مخالف هم ول.