1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي پوځ اکثره ښوونکي افغانان دي

۱۳۹۱ آبان ۱۷, چهارشنبه

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وايي، چي د پوځ په روزنځایونو کې په هرو سلو تنو ښوونکو کې یوازي دوه تنه یې بهرنیان دي. دا په داسي حال کي ده چي پر بهرنيو سرتيرو باندې په دوستانه بريدونو کي زياتوالی راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/16dPa
انځور: picture-alliance/dpa

د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال باز محمد د وینا له مخي د دوی د پوځيانو اکثریت ښوونکي کورني افسران دي او د بهرنیو روزونکو شمیر له هغو سره د پرتلې وړ نه دی.

جنرال جوهري د سه شنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډي پرمهال وويل، چې بهرنیان د دوی د روزني په پروسه کې ډیر کم رول لري او وروستي بریدونه به د افغان پوځیانو د روزني بهیر ټکنی نه کړي:

«له هغه راهيسي چي د امنيتي مسئوليتونو د انتقال پروسه پيل سوې ده، ۹۸ سلنه چاري په خپله د افغانانو پرغاړه دي. د ټولو پلانونو جوړول او پلي کول د افغان روزنکو او پرسونل پر غاړه دي.»

غربي رسنیو په خاصه توګه والستریت ژورنال ورځپاڼي په خپله وروستۍ ګڼه کې ليکلي دي چې د دوستانه بریدونو څخه وروسته د افغان پوځ د جلب او جذب په پروسه کې کمی راغلی دی او تر څنګ يې د پوځ له لیکو د سرتیرو د تېښتي کچه لوړه شوې ده.

د افغانستان ملي اردو سرتيري د روزني پر مهال
د افغانستان ملي اردو سرتيري د روزني پر مهالانځور: picture-alliance/dpa

خو د ملي دفاع وزارت مرستیال وايي چې اوس مهال د پوځیانو شمیره څه باندي ۱۹۰ زرو تنو ته لوړه شوې ده او دمګړۍ  په پوځي ملي اکاډمیو او نورو روزنیزو مرکزونو کې د سرتیرو د ښوني او روزني بهیر په سم ډول پر مخ ځي.

د جنرال جوهري په وینا، افغان ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال پوري لا تجهیز او په ښه توګه روزل شوي وي او د دې توان به ولري چې د ملک ټولو امنیتي مسولیتونو ته اوږه ورکړي:

«زموږ ټولي هڅي د سرتیرو د وړتیا د لوړولو او کیفیت له پاره دي، زموږ مسلکي تعلیمات په مسلکي پوځي مرکزونو کې دوام لري، هلته سرتیرو ته په بېلا بېلو برخو کې زده کړي ورکول کیږي البته تخصصي زده کړي.»

د افغان ځواکونو د روزني پروسه اوس مهال تر ډیره ځايه د امریکا د متحده ایالتونو په مالي مرستو پوري تړلې ده. دغه هیواد د افغان ملي اردو تر ټولو لوی سمبالونکی ګڼل کیږي. تر امریکا وروسته ناټو د افغان امنیتي ځواکونو تر ټولو لویه سمبالونکي ده.

د امریکا متحده ایالاتو څه موده مخکي د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې د خپلو دوو سلاکارانو تر وژل کېدو وروسته، خپل انضباطي پلانونه جدي کړل او له یو شمیر پوځي روزنیزو مرکزونو څخه یې خپل مشاورین او ښوونکي مرکزي قوماندانیو ته ور وغوښتل.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل