1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملي یووالي حکومت خپل منځنۍ لانجې

عارف فرهمند (عبدالباري حکیم)۱۳۹۴ فروردین ۱۹, چهارشنبه

ویل کیږي چې د افغان ولسمشر او د هغه د اجرائیه رئیس ترمنځ د نوو لانجو له امله اوس بیا د متحده ایالاتو یو پلاوي مینځگړیتوب کوي. خو د ولسمشر ویاند په چارو کې «صلیقه يي» اختلاف د لانجې نښانه نه گڼي.

https://p.dw.com/p/1F4Gs
انځور: picture-alliance/AA

تر اوږدو او لانجمنو ټاکنو یو کال وروسته هم د افغانستان حکومت کابینه تراوسه بشپړه شوی نه ده او د ملي یووالي حکومت په دننه کې نوو اختلافاتو د دغه ادارې د دوام په هکله اندیښنی مخ زیاتې کړې دي.

د دفاع وزیر د مقام له پاره د یوه مناسب شخص نومول او د انتخاباتو د کمیسیون د اصلاحاتو له پاره د یو ځانگړي کمیسیون ټاکل د دغو اختلافاتو له نښانو څخه گنل کیږي. تراوسه پورې دوه تنه د نوموړي مقام له پاره ونومول شول چې لومړي یی د ولسې جرگې له خوا د اعتماد رایه ترلاسه نه کړه او دوهم يی خپل کاندیتوب خپله بیرته واخیست.

د دفاع وزارت مقام له پاره د جنرال افضل لودین چې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا نومول شوی وو، کاندیتوب د انصراف په هکله د ملی یووالی د حکومت د دو مهمو اړخونو له خوا یو تر بله مختلفې څرگندوي وړاندې شوې دي.

په هغې یوې څرگندونې کې چې د ولسمشرۍ مانۍ په انترنتي پاڼه کې خپره شوی ده، لودین وویل چې هغه «د شایعاتو د مخنیوي او د خپلو وطنوالو ترمنځ د اختلاف د مخنیوي له پاره» هغه له خپل نومانتوب څخه لاس واخیست.

د ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي، هم د نوموړې څرگندونې په تائید کې دویچه ویله ته په یو تیلفونی تماس کې وویل: «اصلی دلیل هم دا دی چې ښاغلي لودین په پخوانیو حکومتونو کې هم کار کړی وو او یو با تجربه او لوړ شخصیت خاوند دی. د ولسمشر له خوا د دفاع نوماند وزیر په توگه معرفي شو.»

په «پخوانیو حکومتونو» کې د نوموړي کار احتمالا د شوروي د اشغال په موده کې رژیمونو ته اشاره وي. عابدي یادونه وکړه: «د دې له پاره چې هغه د خلکو تر منځ او د مجاهدینو او نورو خلکو ترمنځ د بی اتفاقې سبب ونه شی، هغه خپله دواطلبانه له دغه پست څخه انصراف وکړ.»

خو د ملی یووالی په حکومت کې د اجرائیه چارو د رئیس عبدالله عبدالله له تیم څخه یو ویاند د حکومت په دننه کې د کابینې د جوړښت او ځینی نورو مسایلو په هکله د اختلافاتو څخه خبره کوي.

د عبدالله ویاند آصف آشنا، وویل چې لږ تر لږه د دفاع وزرات د مقام او دغه راز د انتخاباتو د کمیسیون د اصلاحاتو په اړه لانجې حل شوی نه دي: «د دوو دغو مسایلو په اړه لیدل کیږي چې د دواړو تیمونو ترمنځ د سیاسي موافقت لیک له الزامي دستوراتو څخه ولسمشرۍ ریاست سرغړونه کړې ده او دا زمونږ له مخالفت سره مخامخه ده. سیاسی موافقت لیک د ملی یووالی د حکومت مشران مکلف گڼي چې د افغانستان د سترو ملي گټو په هکله بحثونه له یو بل سره په تفاهم او گډ نظر سره تر سره کړي.»

ویل شوي دي چې د افغانستان د ولسشمرۍ ریاست له خوا د پارلمان استازی، شکریه بارکزۍ د ټاکنو د اصلاحاتو د ځانگړي کمیسیون او جنرال افضل لودین د دفاع وزارت د مقام له پاره نومول شوي ول خو دواړه د عبدالله له مخالفت سره مخامخ شوي دي.

د عبدالله ویاند یادونه وکړه چې لودین د دفاع وزرات له پاره «سالم سیاسي فکر» نه درلود او بل دا چې د عمر له لحاظه هم نوموړی دغه مقام ته مناسب نه وو. آصف اشنا وویل چې د دغو دواړو مقامونو له پاره وروستی توافق نه دی شوی.

د ولسمشر ویاند، عابدي هم وویل چې ډير ژر به د دفاع وزارت له پاره یو «نوی کاندید» معرفي شي خو هغه د حکومت په دننه کې اختلافات رد کړل: «اساسی موضوع دا ده چې ولسمشر د خلکو او د هیواد د خیر او گټو له پاره تصمیم نیسي.»
هغه وویل چې کیدای شی د دغو تصمیونو په نیولو کې «صلیقه» یی اختلاف وي.

د عبدالله ویاند وویل چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، چې د ملي یووالي د حکومت په جوړښت کې يې مینځگړیتوب کړی، پرون (سه شنبه) د نیم ساعت له پاره له عبدالله سره تیلفونی خبری وکړې. هغه وویل چې سر بیره پر دې د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانگړي استازي دانیل فیلدمن، د چهارشنبې په ورځ د حکومت د اجرائیه چارو له رئیس سره په کابل کې ولیدل.

څارونکي وايي چې د ملي یووالي حکومت اکثره کوم گامونه چې تر اوسه اخیستی دي د دواړو تیمونو تر منځ له لانجو سره مخامخ شوی دي. دغه ډول وضعیت د افغانستان عام وگړي اندیښمن کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب