1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملکي تلفاتو د ډېرېدو په اړه اندېښنې

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۲ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان د ولسي جرګې د ښځو چارو او بشري حقونو کمېسیون وايي، چې د روان لمریز کال په لومړۍ میاشت کې ډیر شمیر ماشومان او ښځي د طالبانو، افغان او بهرنیو ځواکونو د يرغلونو قرباني شوي دي.

https://p.dw.com/p/18Gm7
The picture shows the remaining members of Sofi Amir Mohammad's family. Copyright: DW/Faridullah Zahiri 24.07.12 in Khost Province
Afghanistan Opfer Zivilbevölkerungانځور: DW

دې کمیسیون د ملکي تلفاتو په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړه او په جګړه کې یې له ښکیلو اړخونو څخه وغوښتل چې د ملکي وګړو ژوند ته درناوی وکړي.

که څه هم د روان لمریز کال له پیل څخه نزدې یوه میاشت تیریږي، خو بیا هم په دغه موده کې د افغانستان د جګړې ملکي تلفات سلو تنو ته رسیدلي دي.

د دغه کمېسیون مشرې فوزيې کوفي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۶) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د افغانستان په شخړه کې ښکیلي خواوي باید جنګي قوانین په پام کې ونیسي:

«د روان کال له پیل راهیسې د ملکي تلفاتو کچه په خاصه توګه د ښځو او ماشومانو د تلفاتو کچه مخ پر زیاتیدو ده. د انسانانو اصلی حق چې ژوند کول دي، له هغوی څخه اخیستل شوی دی.»

د ۱۳۹۲ کال په لومړۍ میاشت کې په کونړ او فراه ولایتونو کې تر سلو ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چي د دقربانيانو ډيری یې ملکیان دي.

افغان او ناټو ځواکونه تل وایي چې طالبان له ملکیانو څخه د ډال په توګه کار اخلي. دغه ځواکونه وایي چې طالبان د ملکیانو په کورونو کې په پټېدو سره غواړي چي هغوی یعنی ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوي.

په جګړې کې انساني ډال

په افغانستان کې ډیر وخت هغه مهال ملکي تلفات رامنځ ته کیږی چې طالبان د خلکو په کورونو کې پناه واخلي او له هغه ځایه پر افغان او نړیوالو ځواکونو باندي ډزي وکړي.

مېرمن کوفي وویل چې د افغانستان په جګړه کي ښکیلا کسان باید د ملکي کسانو د اوسېدو له ځايونو پر یو بل باندي بریدونه و نه کړي: «موږ په دې باور یو چې د جګړې انساني تاوان تر بل هر تاوان لوړ شوی دی. ډیر وخت طالبان له ملکیانو څخه د ډال په توګه کار اخلي، ځکه نو په وروستیو وختونو کې د ملیکانو تلفات ډیر شوي دي.»

د دې کمېسیون په خبره افغان حکومت د ملکي کسانو د ساتنې په برخه کې د طالبانو په پرتله ډیر مسئولیت لري. کوفي ټینګار وکړ چې په هغه ځایونو کې چې طالبان د خلکو له کورونو څخه د پناه ګاه په توګه کار اخلي، افغان او بهرني ځواکونه باید په ورته کار لاس پورې نه کړي. هغې وویل چې په دغه شان مواردو کې باید افغان او بهرني ځواکونه د ملکيانو د ساتني تلاښ وکړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د ښځو چارو او بشري حقونو کمېسیون وویل چې تر هغه وخته پورې چې د ترهګرۍ اصلي مرکزونو ته توجه و نه شي، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو ستونزه له منځه نه ځي. مېرمن کوفي له نړیوالو ځواکونو څخه وغوښتل چې د ترهګړۍ ریښې له منځه یوسي:

«ښه به دا وي چې هغوی خپل بریدونه هغه ځایونو ته متمرکز کړي چې ترهگر بریدونه پکې پلانیږي. زموږ وړاندیز دا دی چې په افغانستان کې دې د جګړې تکتیک بدلون ومومي.»

دې کمیسیون اندیښنه څرګنده کړه چې په جګړه کې د افغانانو بشري حقونه په پام کې نه نیول کیږی. د کمېسیون غړو ګواښ وکړ چې بشري حقونو ته بې توجهي لا ډیري عقدې رامنځ ته کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب