1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملکي وکړو د وژنې يوه پېښه

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

حاجي نعمت الله د خپلو اولادونو دپاره يو ښه کار په نظر کې لري. د جمعې مبارکه ورځ ده. دوی د افغانستان په جنوب کې د ترين کوټ په ښار کې اوسي.

https://p.dw.com/p/Hb7G
انځور: AP

هغه خپل مشر زوی، دولس کلن صحيح الله بازار ته لېږي تر څو د اوړي په همدغه گرمه ورځ د کورنۍ د ټولو غړو د پاره ايس کريم واخلي او کور ته يې راوړي.

اووه کلن حسيب الله هم غواړي چې خپل ورور بدرگه کي. نعمت الله زړه نا زړه دی چې خپل کشر زوی په کور کې وساتي، که يې پرې ږدي، خو بيا اجازه ورکوي چې خپل مشر ورور سره لاړ شي. څه موده وروسته په ښار کې يوه لويه چاودنه رامنځته کيږي. نعمت الله له خپل کوره وځي او خپلو ماشومانو پسې گرځي. کله چې امنيتي پرسونل دی يو ساعت وروسته دې ته پرېږدي چې له لگول شويو خنډونو څخه تېر شي، نو دی خپل زامن پيدا کوي، خو دواړه مړهء شوي دي. د 2007 م کال د جون په پنځلسمه نېټه يوهء ځان وژونکي ځان په موټر کې د اروزگان ولايت په مرکز کې په هوا الوځولی دی. د هغهء هدف نړيوالو ايساف ځواکونو پورې مربوط د هالنډي عسکرو يو کاروان و. شل کلن عسکر، تيمو سمي هويزن په همدغه ورځ خپل ژوند د لاسه ورکوي. ځانوژونکي نهه تنه ملکي وگړي ووژل چې په هغو کې پنځه ماشومان هم راځي. د نعمت الله کشر زوی د چاودنې له امله ټوټه ټوټه شوی دی. د هغهء د نهه دېرش کلن پلار په ياد دي چې: «ما يې مړی کابو ونه پېژاندهء.»

Taliban, Archivbild
«که همدغه اوسنۍ وضعه دوام ومومي، نو مطمين يم چې طالبان به بريالي شي.«انځور: picture-alliance/dpa

د حسيب الله کوچنی جسد د برېښنا يوې ستنې پورې نښتی و او پښې يې په لسگونو متره ها خوا پرتې وې. د مشر زوی مړی يې د چاودنې په ځای کې پروت و. نعمت الله ته يوازې يو بل زوی پاتې دی او دی درې لوڼې هم لري. ښځه يې حامله داره ده او يوه بله لور به دنيا ته راوړي. دغه کورنۍ په اصل کې د جلال آباد، يعنې د افغانستان له ختيځ څخه ده او غواړي چې ترين کوټ شا ته پرېږدي چيري چې هغوی ډېرې ترخې تجربې کړې دي. خو زامن يې دلته ښخ دي او په هغه کوڅه کې د هغوی په وياړ يو يادگار هم جوړ شوی دی. نعمت الله، چې د ښوونې او روزنې له سيمه يزو چارواکو سره د امنيتي چارو د مشاور په توگه کار کوي زياتوي:
«له دې کبله موږ تر اوسه پورې په ترين کوټ کې يو.« .
نوموړی وايي چې هالنډيانو له بريد څخه وروسته ورسره ډېره ښه رويه وکړه. د وژل شوي عسکر مور او پلار ورته خپله خواخوږي څرگنده کړه او د خپل زوی د ښخولو د مراسمو ويډيويي ټايپ يې هم ورکړ.

د يو خبريال په مرسته، نعمت الله هم ورته خپله خواخوږي څرگنده کړه او د خپلو وژل شويو زامنو يو عکس يې ورولېږهء. هغه زياتوي چې هيڅکله به د هغوی قاتل ونه بښي. خو بيا هم د هغهء په وينا، طالبان نه دي ملامته، چې په خپلو بريدونو کې د ملکيانو خيال نه ساتي، بلکې د ولسمشر حامد کرزي حکومت بايد د خرابېدونکي امنيتي وضعې له امله خپله پړتيا ومني. نوموړی زياتوي چې:
«زه حکومت پړ بولم. اکثره خلک له کرزي څخه خپه دي.«

متحده آيالتونو، چې د کرزي تر ټولو مهم ملاتړي گڼل کيږي، د طالبانو د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته په 2001 م کال کې ډېر لږ ځواکونه په افغانستان کې ځای په ځای کړل. هغه وخت لا د طالبانو د پاڅون مخه نيول کېدی شوی. نعمت الله زياتوي چې « اوس پنځه اويا زره خارجي عسکر هم امنيت نه شي تامينولی.«

نعمت الله نه طالبان، نه مجاهدين او نه کمونيستان بېرته غواړي. خو هغه په دې نظر دی:

«که همدغه اوسنۍ وضعه دوام ومومي، نو مطمين يم چې طالبان به بريالي شي.«

نعمت الله زياتوي چې ډېر افغانان قهرېدلي دي ځکه چې د ايساف ځواکونه ملکي وگړي وژني. په فبروري کې استراليايي عسکرو په اروزگان کې په ناقصدي توگه ماشومان وويشتل او مړهء يې کړل. نعمت الله وايي چې «هيڅوک دا نه شي زغملی.«

نسيم صابر
کتونکی: يحيی وردک