1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګروملتو نمايندګي د سخت کړکيچ سره مخامخ ده

۱۳۸۸ دی ۳, پنجشنبه

په افغانستان کي ددغي نمايندګي يا يوناما مشر کای آيده ويلي دي چي د لندن تر کنفرانس وروسته ، نور نه غواړي خپل ماموريت ته دوام ورکړي

https://p.dw.com/p/LCqN
انځور: DW

د افغانستان جمهور رييس حامد کرزي د يوي نوي کابيني له معرفي کولو سره لږ تر لږه سمدلاسه د خپل جمهوري رياست يو خنډ له مخکي ليري کړ، خو په خپل جګړه ځپلي هيواد کي د سولي او ثبات د راوستلو لپاره ډيري ستونزي په مخکي لري، هغه په داسي يو حالت کي چي هلته د ملګرو ملتو ماموريت هم له يوې سختي ګډودۍ سره مخامخ شوی دی.

د يوه نړيوال ماموريت دپه غاړه اخيستو سره چي افغان حکومت ته به لارښوني کوي، په افغانستان کي د ملګرو ملتو په نمايندګي کي د يوه کړکيچ د رامنځ کيدو او په کابل کي د هغه پر يوه ميلمستون باندي د طالبانو تر يوې حملې وروسته، دغه ماموريت په کړاونو کي ډوب شو . سر بير پر دې، د نمايندګۍ مشر، کای آيده خپل بار او بستره تړلې او ويلي دي چي د لندن تر کنفرانس وروسته دی نور چمتو نه دی خپلي دندي ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتو چارواکو د فرانسپرس خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه سازمان په افغانستان کي يوه سياسي خلاء پر ځای پريښي ده، داسي يوه خلاء چي د ملګرو ملتو شهرت ته يې سخت تاوان رسولي دي.

په کابل کي د ملګرو ملتو يو مقام چي د خپل هويت د نه بربڼدولو په شرط يې د فرانس پرس خبري آژانس ته خبري وکړې وويل : « مونږ بايد خپل ناپلويتوب او اعتبار بيرته اعاده کړو او دا به خامخا تر يوه کال زيات وخت وغواړي . »

مخکي تر دې چي کای آيده خپل ماموريت پای ته ورسوي، دده ځای ناستی بايد وټاکل شي . خو آيده هغه ته يو ګډه وډه نمايندګي په ميراث پريږدي . د اکتوبر پر 28په کابل کي د ملګرو ملتو پر يو مليمستون باندي تر حملې وروسته چي پکښي ددغه سازمان پنځه تنه کارکونکي ووژل شول، په سل ګونو نور وايستل شول، هغه چي پاته دي، ورسره دا انديښنه سته چي بيا به کله پر هغوی حمله کيږي.

د ملګرو ملتو کار کونکي وايي چي په کابل کي ژوند کول د هغو لپاره سخت شوی دی، ځکه تر سختو امينتي تدابيرو لاندي شپې او ورځي تيروي.

د کابل د نمايندګي هيأت د فرانس پرس خبري آژآنس ته دا هم وويل چي د نويو کار کونکو استخدام د امنيتي لاملونو او د هغه سازمان په دننه کي د سياسي ستونزو له امله له خنډونو سره مخامخ دي.

په کابل کي د ديپلوماتيکو او لويديځو ملکي کړيو په منځ کي دا انديښني وار په وار زياتيږي چي د ملګرو ملتو د لارښوني او د هغه سازمان له خوا د پرمختيايي او بشري مرستو څخه پرته جمهوري کرزي له هغه يو ملاتړ څخه بي برخي کيږي چي ژمنه يي کړي په خپل هيواد کي د يوه غوره حکومتوالي لپاره کار کوي، هغه څه چي په افغانستان کي د ثبات د تينګښت يو بنسټيز شرط ګڼل شوي دي.

سياسي تحليلونکي احمد سعدي وويل، په داسي حال کي چي په افغانستان کي د ملګرو ملګرو ملتو د ماموريت نمايندګي، يوناما، له خپل منځي اخ او ډب سره لاس او ګريوان دي، د اداري فساد او اختلاس پر ضد د ښاغلي کرزي ژمني ښايي يواځي د يو شعار په توګه پاتي شي او ښايي هيڅکله د عمل جامه وانه اغوندي.

يوه اروپايي لوړ پوړي ديپلومات په کابل کي فرانس پرس ته وويل: « ملګري ملتونه په افغانستان کي د نړيوالي ټولني لپاره د قانونيت سرچينه ده، او لږ تر لږه هغه يو چتر چي تر هغه لاندي مونږ کولاي شو کار وکړو.»

دغه ديپلومات زياته کړه: البته مونږ دا منو چي بايد د يوناما د واکمني د بيا اعاده کولو او پياوړي کولو لپاره مرسته وکړو، خو مونږ دا نه شو کولاي چي وځغمو هغه غيرقانوني پاتي شي.»

د يوناما چي په کال کي دوه مليارد ډالره ييي لګښت دي، داخلي ستونزي د افغانستان د زمري د مياشتي د ټول ټاکنو څخه وروسته د سياسي کړکيچ په جريان کي عام خلکو ته بربنډي شوي اوپه لويديحو ټولنو کي خلک د افغانستان د اداري فساد او اختلاس له کچي څخه خبر کړل چي څومره لوړه ده.

AG/ AFP / عبدالباري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري