1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو تور لیست په دوو برخو وويشل شو

۱۳۹۰ خرداد ۲۸, شنبه

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا پرون د طالبانو او القاعدي لپاره خپل تور ليست په دوه جلا جلا ليستونو وويشه. دغي شورا دا کار د متحده ایالاتو په وړاندیز د افغانستان د سولي بهير ته د طالبانو د هڅولو په موخه تر سره کړ

https://p.dw.com/p/11eeS
ارشیف انڅور
ارشیف انڅورانځور: AP

په نويو جوړ شويو ليستونه کي، يو يي د هغو کسانو او سازمانونو لپاره ده چي د القاعدي شبکي سره اړيکي لري او بل يي هم د طالبانو لپاره ځانګړی شوی دی.

طالبانو او القاعدي ته د ملګرو ملتونو د تور ليست له تقسيميدو پخوا ملګرو ملتونو القاعده او طالبان تر یو شان تحريمونو لاندي راوستلی ول.

د تور ليست په دوو برخو د ویشلو سره متحده ایالات او ملګري ملتونه غواړی د القاعدي د نړيوال جهاد د اجندا او د طالبانو د اهدافو تر منځ توپیر وکړی.

القاعدي او طالبانو لپاره د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د تحريمونو کميته په 1999 کال کي جوړه شوي. په دغه وخت کي طالبانو پر افغانستان سلطه درلوده. د القاعدی د شبکی مشر، اسامه بن لادن، هم هغه مهال په افغانستان کی میشت ؤ.

په ملګرو ملتونو کي د متحده ايالاتو استازي، سوزان رايس، وايي چي د تور ليست په دوو برخو ويشل، به د افغانستان د سولي بهير سره مرسته وکړي.

« د تور ليست په دوو برخو ويشلو طالبانو ته يو ښکاره پيغام واستوه او هغه دا چي که دوي د افغانستان اساسي قانون ومنی، له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او د القاعدي سره خپلي اړيکي وشلوي، نو دوي به يوه ډيره ښه راتلونکي ولري.»

ملګرو ملتونو کي د المان استازي، پيتر ويتګ، چي د ترورستانو په وړاند د تحريمونو د کميتي مشرۍ هم په غاړه لري وايي چي د تور ليست په دوو برخو ويشل، د افغان حکومت د سول د بهير څخه د ملګرو ملتونو کلک ملاتړ ښکاره کوي.

د ملګرو ملتونو د نوي مصوبي له مخي افغان حکومت اوس دا حق لري چي د طالبانو لپاره په تور ليست کي د نومونو د اضافه کولو او يا هم د حذفولو وړاندیز ورکړي.

د دغي مصوبي له مخي دولتي چارواکي هم کولاي شي چي د نومونو د حذفولو وړانديز ورکړي.

وروسته له هغي چی د ملګرو ملتونو تور لیست په دوو برخو وویشل شو هندوستان او روسيی وويل چي له دغه کار وروسته هم بايد د تروريزم په وړاند جګړه ادامه پيدا کړي. په ملګرو ملتونو کي د روسيي استازي وايي چي د القاعدي او طالبانو په وړاندي جګړه بايد و نه دريږي.

دا په داسی حال کي ده چی د ملګري ملتونو د امنیت شورا به په راتلونکی مياشتي کي د تور ليست څخه د 20 طالبانو د نومونو پر حذفولو پريکړه وکړي.

ديپلومان وايي چي که څه هم افغان حکومت د تور ليست څخه د 50 کسانو د نومونو د حذفولو غوښتنه کړي ؤ خو د ډيري کسانو د نومونو د پاکولو د توجه لپاره کافي اسنا په لاس کي نه ول.

د طالبانو لپاره د ملګرو ملتونو په تور ليس کي اوس مهال د سولي د عالي شورا د پنځو غړو نومونه هم شامل دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولی اچکزی