1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو سرمنشي کابل ته ورسید

۱۳۹۶ خرداد ۲۴, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس، د چهارشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته ورسید. د سفر هدف د دې هیواد له خلکو او حکومت سره خبرې ښوول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2efQu
Russland St. Petersburg International Economic Forum Antonio Guterres
انځور: Reuters/S. Karpukhin

ګوتریس پر خپله ټولنيزه پاڼه تويتر باندې لیکلي دي: «همدا اوس کابل ته ورسیدم چې له خلکو او حکومت سره خبرې وکړم.»

هغه ټینګار کړی دی چې د ملګري ملتونو سازمان د کډویدو او تاوتریخوالي په دې وخت کې له افغانستان سره ولاړ دی.

د ملګرو ملتونو دغه تر ټولو لوړپوړی چارواکی په داسې حال کې افغانستان ته رسیږي چې په وروستیو وختونو کې په دې هیواد کې د تاوتریخوالی او ملکي تلفات ډېر شوې دي.

یوازې په کابل کې څو بمي چاودنو شاوخوا ۱۸۰ کسان ووژل او تر ۶۰۰ ډیر نور یې ټپیان کړي دي. په تر ټولو خونړۍ پیښه کې یوه موټر بم چې ویل کیږي هدف یې په کابل کې د آلمان سفارت وو، تر ۱۵۰ ډیر کسان ووژل او ۴۶۰ نور یې ټپیان کړل.

له بلې خوا د هیواد په بیلابیلو برخو کې د افغان حکومت او د هغه د وسله والو مخالیفنو تر منځ جګړې ډیر افغانان بیځایه  کیدو او مهاجرت ته اړ کړي دي. دا هغه موضوع ده چې ګوتریس ورسره ډیره لیوالتیا لري، ځکه هغه په کلونو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشري کړې.

اټل کیږي چې یوازې تیر کال ۲۵۰۰۰۰ افغانانو خپل هیواد د اروپا په مقصد پریښی دی. د کورنیو بیځایه شویو افغانانو شمیر هم مخ پر زیاتیدو دی. د تیر کال له پیل راهیسې نزدي ۸۰۰۰۰۰ افغانان د کورنیو جګړو له کبله د خپلو کلیو او بانډو پریښودو ته اړ شوي دي.

له بلې خوا بیا د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو له خرابیدو سره په سونو زره افغانان اړ شوي دي چې دغه هیواد پریږدي او بیرته خپل جګړه ځپلي هیواد ته ستانه شي.