1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. عمومي غونډه د فلسطين بيرغ په اړه رايه ورکوي

۱۳۹۴ شهریور ۱۹, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه به ډېر ژر د يوې مسودې په اړه پرېکړه کوي چې له مخې به يې فلسطينيانو ته اجازه ورکول کيږي چې په نيو يارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې خپل بيرغ اوچت کړي. فلسطين اوسمهال د ملګرو ملتونو غړيتوب نه لري.

https://p.dw.com/p/1GUJr
Fahne Palästina
انځور: Getty Images/C. Furlong

پرېکړه ليک د فلسطينيانو له خوا وړاندي شو او د پنجشنبې په ورځ به يې په اړه رايه اچونه وشي. د پرېکړه ليک په صادرېدو سره به هغوی او نورو څارونکو ملتونو ته دا اجازه ورکړل شي چې خپل بيرغونه په نيو يارک کې پورته کړي.

د فرانسې خبري آژانس په ملګرو ملتونو کې د فلسطينيانو استازي، رياض منصور په حواله ويلي دي چې د دغه پرېکړه ليک تصويبېدل به د دوی له پاره حياتي سمبوليک ارزښت ولري. منصور وويل چې «دا يو سمبوليک کار دی، خو يو بل ګام هم دی څو د فلسطين د دولت ستنې په نړيواله ټولنه کې پياوړي شي.»

منصور دا هم وويل چې «نوري چارې پيکه او بې خونده رواني دي، سياسي بهير په ټپه ولاړ دی او غزه محاصره شوې ده. د بيرغ په اړه پرېکړه داسي ده لکه د يوې وړې شمعې رڼا چې د فلسطين د وګړو هيلې ژوندۍ ساتلی شي.»

سياسي شنونکو وويل چې دوی انتظار لري چې پرېکړه ليک به په آسانۍ اکثريت تر لاسه کړي. په عمومي غونډه کې ۱۹۳ هېوادونه غړيتوب لري چې د امنيت شورا پنځه دايمي غړي د ويټو حق هم نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائيل په ډېر احتمال سره د پرېکړه ليک پر ضد رايه کاروي. په ملګرو ملتونو کې د اسرائيلو سفير رون پوسور، دغه بهير «يوه بې شرمه هڅه چې موخه يې د ملګرو ملتونو يرغمل نيول دي»، بللې ده. د اسرائيلو نژدې ټلوالي، امريکا متحدو ايالاتو هم له پرېکړه ليک سره مخالفت ښوولی. د بهرنيو چارو وزارت وياند، مارک تونر دغه هلي ځلي يو «بې مفهومه» بهير بللی دی.

اروپايي ټولنه کوم څرګند موقف نه لري

تر رايي اچوني څو ساعته مخکې هم د اروپايي ټولنې د ۲۸ غړو هېوادونو رايه ناڅرګنده غوندي برېښي، خو شنونکي داسي وايي چې کېدای شي اروپا د پرېکړه ليک ملاتړ وکړي. فقط واتيکان د چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ملګرو ملتونو کې د يوازني بل هغه هېواد په توګه چې غړيتوب نه لري او د څارونکي په توګه ورته کتل کيږي، واتيکان د فلسطين د هلو ځلو ملاتړ کوي.

خو دوی پخپله لا نه پوهيږي، چې آيا دا اجازه به ورکړي، چې د واتيکان بيرغ دې د ملګرو ملتونو په مقر کې پورته شي. په ملګرو ملتونو کې د واتيکان استازي وويل چې «دغه پوښتنه لا جواب نه لري.»