1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتونو څیړونکي له سوریې ووتل

مسعود جهش (AFP, AP, dpa)۱۳۹۲ شهریور ۹, شنبه

د ملګرو ملتونو د کیمیاوي وسلو څیړونکو په سوریې کې خپل کار پای ته رسولی او دغه هیواد یې پریښی. په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، ویلي دي چې پر سوریې باندې د یوه «محدود پوځي برید» په اړه فکر کوي.

https://p.dw.com/p/19ZON
A UN convoy of vehicles, carrying inspectors investigating allegations of the Syrian regime's use of chemical weapons, drives through the Lebanese village of Taanayel after crossing into Lebanon from Syria on August 31, 2013. The team of UN inspectors left Damascus after completing their probe into a suspected chemical weapons attack near Damascus, an AFP reporter said. AFP PHOTO/ANWAR AMRO (Photo credit should read ANWAR AMRO/AFP/Getty Images)
Libanon UN Inspektoren Syrien Krise Chemiewaffenانځور: AFP/Getty Images

د ملګرو ملتونو ۱۳ تنه څیړونکي د شنبې په سهار له دمشق څخه وتلي او لبنان ته تللي دي. دغې ډلې په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د احتمالي کاریدو په اړه څیړنې کړي دي. ملگرو ملتونو ویلي دي چې د دغو څيړنو پایلې به تر دوو اوونیو وروسته اعلان شي.

د سوریې پاڅونکوونکو د دغه هیواد پر رژیم باندې تور لګولی دی چې د اګست پر ۲۱ نیټه یې د دمشق په څنډو کې له کیمیاوي وسلو څخه کار اخیستی دی. د بشارلاسد حکومت بیا دغه ادعا ردوي.

اوباما د محدود پوځي برید په اړه فکر کوي

بارک اوباما د جمعې په ورځ وویل چې اوس هغه په سوریې کې «د پوځي مداخلې بیلابیلو امکانات» څیړي. د امریکا ولسمشر په عین حال کې پر دې خبره باندې ټینگار کړی دی چې په دغو بیلابیلو پوځي امکاناتو کې سوریې ته امریکايي ځواکونو استول شامل نه دي.

اوباما تر هغه وروسته د سوریې په اړه خبرې وکړې چې امریکایي استخباراتي ادارو د اگست په ۲۱ نیټه د سوریې پلازمینې دمشق ته نزدې د کیمیاوي وسلو د احتمالي کاریدو په اړه یو رپوټ خپور کړ. په رپوټ کې راغلي دي چې امریکايي چارواکي اوس په دې باور دي چې د بشارلاسد رژیم د سوریې د کیمیاوي وسلو د برید تر شا ده.

د خپور شوي رپوټ په حواله د اگست د ۲۱ نیټې په برید ۱۴۲۹ کسان وژل شوي ول چې په ډله کې یې له ۴۲۶ تنو څخه ډیر ماشومان هم شامل ول. دا په داسې حال کې ده چې د سوریې رژيم دغه رپوټ په کلکه رد کړی دی.

له بلې خوا د ملگرو ملتوتونو د څیړونکو یوې ډلې هم د جمعې په ورځ په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د احتمالي کارونې په اړه خپلې څیړنې پای ته ورسولې. خو ملگرو ملتونو ویلي دي چې د دغو څيړنو پایلې به تر دوو اوونیو وروسته اعلان شي.

اوباما په سوریې کې د کیمیاوي وسلو احتمالي کاریدل د نړۍ پر وړاندې یوه ننگونه وبلله. تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په واشنگټن کې ویلي وو چې شمالي کوریا او حزب الله حالات څاري ترڅو وویني چې نړیوال له اسد سره د کیمیاوي وسلو د کارونې له کبله څرنگه چلند کوي.

امریکا د نړیوالو متحدینو په لټه کې

فرانسه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا یوازینې دایمي غړی هیواد دی چې په سوریې کې پوځي مداخلې ته چمتوالی ښوولی دی. د دغه هیواد ولسمشر د جمعې په ورځ ویلي وو چې هغه له اوباما سره په خبرو کې دې موافقې ته رسیدلی دی چې نړیواله ټولنه د کیمیاوي وسلو کاریدل نه شي ځغملی او دا چې په دې برخه کې باید د سوریې له رژیم څخه حساب وغوښتل شي.

کیري د جمعې په ورځ د سوریې د احتمالي پوځي عملیاتو په برخه له فرانسې څخه د «تر ټولو پخوانی ملگري په توگه» یادونه کړې وه. تر دې مخکې انگلستان پارلمان د دغه هیواد د لومړي وزیر دیوید کمرون هغه غوښتنه چې په سوریې باید پوځي مداخلي و شي رد کړې وه.

آلمان ښايي د سوریې په احتمالي عملیاتو کې ونډه وا نه خلي

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر گیدو ویسترویله، د جمعې په ورځ وویل چې آلمان به سوریې ته سرتیري او یا هم الوتکې وا نه ستوي. هغه زیاته کړه: «تر اوسه پورې له موږ څخه کوم هیواد په دغه شان یوه ماموریت د گډون کولو غوښتنه نه ده کړې او موږ په خپله یې په اړه فکر نه کوو.» خو د آلمان د صدراعظمې یوه ویاند ستیفن زیبرت، بیا ټینگار کړی دی چې د کیمیاوي وسلو کارونه باید نړیوال عواقب ولري. هغه په عین حال کې پر دې خبره ټینگار وگړ چې آلمان اوس هم په ملگرو ملتونو کې د سوریې د شخړې د حلولو هلې ځلې کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب