1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتو عمومي منشي د سوریې رژیم وغانده

۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبه

په سوریې کې پر ملکي وګړو باندې د حکومتي ځواکونو د بریدونو تر دوام وروسته د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون د بشار الاسد رژیم وغانده. د رپوټونو له مخې په نوو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷ ملکیان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/14ZBr
انځور: Reuters

د بان له دفتر څخه په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې وروستی برید چې د بشري حقونو د سازماونو په حواله پکښې لږ تر لږه ۲۷ ملکي وګړي وژل شوي دي، د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ورستۍ پریکړې خلاف کار دﺉ.

د سوریې یوه ملکي وګړي چې د برید له ځایه په تېښته بریالی شوی دﺉ وایي: «په شنه سهار کې کابو سل ټاکونه هلته راغلل او په ډوزو ئې لاس پورې کړ. هیچا هم وخت پیدا نه کړ چې ان خپل مړي ښخ کړي ځکه چې ډزې روانې وې.»

یو بل ولسي وګړي چې د ترکیې پولې ته نزدی رسیدلی دئ له نړیوالې ټولنې څخه شکایت وکړ او ویویل: «ایا په نړۍ کې داسې یو هیواد نه شته چې د اسد د رژیم مخه ونیسي. ملګرو ملتونه څه کوي؟»

هغه زیاته کړه چې همدا تیره اونۍ په ترکیه کې د سوریې د خلکو د ملګرو په نامه یوې نړویالې ډلې غونده وکړه چې د هغه په حواله د سوریې خلک وروته ډیره هیله درلوده. دغه وگړی وایي چې دغې ډلې هم هیڅ کار و نه کړ.

د حکومت د مخالفینو د معلوماتو له مخی د اسد د رژیم ځواکونو د خپل هیواد ډیر ښارونه تر بریدونو لاندې ونیول. دا کار یواځې څو ورځې مخکې د اوربند د یوې ژمنی څخه صورت مومي. ویل کیږي چې د حمص ښار وضعیت د پخوا په شان کړکیچن پاته دئ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزرات هم دا خبره منلې ده چې د ترکیې پولې ته نزدې د سوریې پر ځینو سیمو باندې د بشارالاسد د رژیم ځواکونو له څرخی الوتکو څخه کار اخلي. ترکیه وایي چې له سوریې څخه د کډولو د تېښتو لړۍ تنده شوې ده. د ترکیې د بهرنیو چار وزیر وویل چې ترکیې ته تر اوسه پورې کابو ۲۴۰۰۰ کډوال رسیدلي دي. هغه زیاته کړه چې له هغې ورځې راهیسې چې د اسد رژیم د ملکرو ملتونو د سولې له یوه پلان سره موافقه کړې ده هره ورځ په زرګونو سوریه یان ترکیې ته په تېښته کې دي.

په دې مینځ کې له کډوالو سره د مرستو له پاره ترکیې پر ملګرو ملتو د مرستو غږ کړی دئ. د ملګرو ملتونو له پلان سره سم باید د اپریل له لسمی نیټې وروسته په سوریه کې اوربند ټینګ شي.

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عرب لیگ ځانگړي استازي کوفي عنان، د سوریې د کړکیچ په ټولو اړخونو غږ کړی دئ چې سمدلاسه له زور زیاتیو څخه لاس واخلي او اوربند وکړي.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش