1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملګرو ملتو په عمومي غونډه کي د نړيوالو ربړو په اړه هيڅ ندي ويل سوي

۱۳۸۷ مهر ۹, سه‌شنبه

په نړۍ کي په کافي اندازه بحرانونه ، بحران ځپلې سیمي او لانجې شته ، خو دملګرو ملتونو دټولني په سږنې عمومې غونډه کې حتې پخپله په دغه ټولنه کې

https://p.dw.com/p/FRi2
د ملګرو ملتونو عمومي غونډه
د ملګرو ملتونو عمومي غونډهانځور: AP

دسمښتونو يا ریفورمونو دراوستلو له مسالې سره چې ددغې ټولنې په وړاندې له ډيرې مودې راهيسې مطرح دې ، خبرې ندې شوې . کومه موضوع چې په دغه ټولنه کې پرې خبرې شوې ، هغه دمالي بحران موضوع وه چي ددغي عمومي غونډي پر اجندا باندي يې سورې اچولي و، خو په پای کي بياهم دروان مالي بحران دپاره دحل کومه لاره نده موندل شوي.

په دې اړه ددويچه ویلي المان ږغ راډيو مبصر Peter Philipp يوه تبصره کړې او ليکي چي : دملګرو ملتونو دټولنې د 63 عمومې غونډې په پاې ته رسیدلو سره ددغې ټولنې په اصطلا روغتيا يې کال هم پاې ته رسیږې . دملګرو متونو ټولنه هر کال په يوه نامه سره یادوې چې ګواکې په دغه کال کې به دغې مسالې ته زیاته پاملرنه کیږې چې په روان کال کې بايد وقايوې روغتيا يې چارو ته زیاته پاملرنه شوې واې .

خو داسې کالونه زښته زیات تير شوې اوبیا به هم تيریږې مګرپه پاې کې بيا دنړې وضع به په هماغه ډول سره پاتې وې چې وه . ددغې ټولنې په عمومې غونډه کې که ډير څه وشې، نو يو نتيجه ګيرې به وې چې څې شوې دې او که نه . دغې عمومې غونډې ته دهر هیواد څخه راغلې استاذې په ښو او منا سبو کلماتو او جملوسره ويناوې کوې

د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس جورج ډبلیو بوش د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د وينا پر مهال
د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس جورج ډبلیو بوش د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي د وينا پر مهالانځور: AP

خو داځلې له بده مرغه ویناوې هم دروانو بحرانونو او لانجو تر سیورې لاندې وې په لمړې سرکې دقفقاذ دسیمې لانجه وه چې نوې لانجه بلل کيده او داسې فکر کيداې شواې چې دملګرو ملتونو دټولنې عمومې غونډه به زياتره دهمدې لانجې تر سيورې لاندې پا ته ورسیږې خو دغونډې په پيل سره چا چې دا فکر کاو ورته څرګنده شوه چې نه يوه بله لانجه په لارې ده چې ټولې نوری لانجې به ترسیورې لاندې کوې. او هغه دآمریکې به متحده ایالتونو کې روان مالې او اقتصادې بحران دې چې داوروپا او آسیاشته منو هيوادونو ته يې لمن درسيدلو په حال کې ده او په تيره بیا د بحرا ن دهغه کسانوزړونه لړزولې او لړزوې چې په لویومالې کانڅرنونوکې پيسې څرخيدلې خو اوس دغه سترمالې کانڅرنونه دعدم سيالیت او افلاس سره مخامخ دې .

د امریکا دمتحده ايالتونو ولسمشر جورج دبليو بوش چې دکار وروستۍ ورځي يې نژدې کیږې ، دملګرو ملتونو دټولنې په عمومې غونډه کې ديوه وینا نه وروسته ژر بيرته واشنګتن ته تللې تر څو چې دروان مالې بحران دعلاج دپاره یوه لاره ولټوې چې په دې صورت کې دی دې ته ندې تم شوې چې دعمومې ټولنې دغونډې دمشر نيکاراګوايې کشیش D Escoto دا انتقادې وينا واورې چې وايې دملګرو ملتونو دټولنې دامن په جرګه کې داسې دولتونه شته دې چې په اصطلا دجګړې معتاد بلل کيږې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د جرمني د نهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون او د جرمني د نهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: AP

کشيش مخ په وړاندې داهم وايې چې په نړۍ کې دسولې او ثبات اصلې دښمنان دغه دولتونه بلل کيداې شې ، په داسې حال کې چې هيڅ دولت داحق نلرې چې پريکړه وکړې کوم دولت دترهګرې څخه ملاتړ کوې او کومې نه کوې . دغه خبره يو سیاست مدار نه کوې بلکې دکاتولیکې کليسا يو کشيش يې کوې . داچې دنيکاراګوايې کشيش دغه خبرې څه اغیزې کړې ، دمسالې يوه خوا ده خو دملګرو ملتونو دټولنې په 63 عموې غونډه کې دومره حالات دروان مالی بحران تر سیورې لاندې و چې د کشيش خبرو ته چا سم ځواب هم ندې ويلی.

دملګرو ملتونو دټولنې دجوړيدو څخه 63 کاله تير شوې او دغه نړیواله ټولنه په تيره بیا دامن جرګه یو لړ بنيادې سمښتونو او نوښتونو ته اړتیا لرې . خو دغه سمښتونه په شااچول کیږې ، ځکه چې ددغې جرګې پياوړې ځواکونه نه غواړې چې دامن به جرګه کې يې واک کم شې . دملګرو ملتونو دټولنې په اجندا کې له افغانستان نه نیولې تر زمبیا پورې چې بايد پرې خبر او پرکړې وشې ، خو ددغې ټولنې پياوړې ځواکونه دزړه له کومې دې ته ندې چمتو چې ددغې ټولنې داهدافو په روحې سره دلانجو اوشخړو دحل دپاره عمل وکړې .