د ملګرو ملتو په مقابل کي د امريکا دسياست تغير
۱۳۸۸ مرداد ۲۲, پنجشنبهد بې توجهۍ په مقايسه يو اساسي تغير دی .
په ملګرو ملتو کښي د امريکا سفيري سوزان رايس د چارشنبه په ورځ په ملګرو ملتو کښي د خپلي وينا په ترڅ کښي وويل ،چه امريکا بايد د خپلو اشتباګانو په اعتراف کولو ،د سياسي تګلاري او ستراتيژيو په تغير کښي نمونه وي ،او د نورو سره په احترام برخورد وکي .
سوزان رايس ويلي دي چه « هغه جهاني چلنجونه چه موږ ورسره مخامخ يو ،بيله د امريکا د رهبرۍ څخه نسي له منځه تللي ... اما يوازي رهبري کافي نده ،بلکه موږ د دوستانو او ملګرو ډيري همکارۍ ته ضرورت لرو . »
رايس وايي چه ددغو موضوعګانو او بين امللي چلنجو د جملې څخه کيدلای سي د ايران او شمالي کورياد اټومي پروګرامو، جهاني اقتصادي بحران،په افغانستان او عراق کښي جنګ ، بين امللي ساري ناجوړياني ،او يا د مځکي د توديدو څخه يادونه وکو .
دې وويل چه جمهوررييس اوباما ملګرو ملتو ته د همکارۍ د يوه نوي فصل وعده ورکړيده . دا پداسي حال کښي ده چه ملګرو ملتونه د امريکا د پخواني جمهوررييس بوش د ادارې د مقاماتو لخوا هميشه د انتقادونو سره مخامخ کيدل،او حتی مسخره کيدل به .
سوزان رايس د ملګرو ملتو په ارتباط د مهمتريني اعلاميې په باب وايي،چه د بارک اوباما اداره د نورو د تحقيرولو او مطيع کولو د سياست څخه چه د بين امللي ټولني په مقابل کي موجود ؤ ، لاس اخلي . خو دا په دې ارتباط په خاص ډول د بوش يا اوباما دادارې نوم نه اخلي ، بلکه عمومأ د امريکا .
سوزان رايس وايي چه موږ ددغي مغرورۍ قيمت ورکړی دی ،او خپل دوستان مو د لاسه ورکړي دي . دامريکا متحده ايالات په 21 پيړۍ کښي دنيا نه په درواغو ،ځان ښکاره کولو او باټو ،بلکه د ارامي ډيپلوماسۍ د لاري رهبري کوي .
دې د نمونې په ډول د نړۍ په مقابل کي د امريکا د حکومت د نوي چلند په اړه وويل ،چه امريکا تصميم لري د ملګرو ملتود بشر د حقوقو دسازمان غړيتوب تر لاسه کي . او دا هغه شی دی چه د بوش حکومت هغه د اسراييلو پر ضد د يوې ټولني په حيث رداوه .
دې د بارک اوباما د ادارې ددې نيت څخه چه غواړي د اسلامي نړۍ سره مناسبات سم کي ،هم يادونه وکړل .
رويټر/
کتونکی : محمد قاسم نوري