1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د ايران په وړاندي د نوو بنديزونو پريکړه کړې

۱۳۸۹ خرداد ۲۰, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو په پريکړه کي ويل کيږي چي په راتلونکي کي د ايران دپاره د ټانکونو، جنګي هيليکوپترو، جنګي بيړيو او د راکټي سيسټم جوړول منع دي...

https://p.dw.com/p/Nmwp
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا
د ملگرو ملتونو د امنيت شوراانځور: picture-alliance/ dpa

د ايران د اقتصادي ستونزو شاليد د نړيوالو تعزيرونو پرته د هيواد په د ننه کي د جوړښت ګډوډي او زړښت دي.

تر ټولو زيات بيا د ګازو په برخه ستونزي ښکاره وي. ايران د 26 بيليون مترمکعب ګازو په درلودو سره په نړيواله کچه په دوهم ځای کي راځي.

د داسي سترو زيرمو په درلودلو سره بياهم دغه اسلامي جمهوريت، هرکال د بهر څخه پنځه مليارده متره مکعب ګاز پيري.

د بهار ورځپاڼي په يو رپوټ کي لیکل سوي چي، د دولتي ګازو او تيلو په صنعت کي بهرنۍ پانګه اچوني د تيرو 4 کلونو په بهير کي، په سلو کي 64 ته راکښته سوي دي.

تير کال د اټکل سوي کچي يوازي په سلو کي اتلس پانګه اچوني په حقيقت بدلي سوي. د بهرنيو کمپنيو لپاره اقتصادي تضمين مهيا نه شو، نو له دې امله د پايب لاين سيستم زوړ سو.

اوس د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ايران په وړاندي نور تعزيرونه وضع کړل.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، د ايران په وړاندې د ملګرو ملتونو د تعزيرونو په سختوالي کي د غلط پوهيدو پرته يو پيغام ويني.

اوباما د چارشنبې په ورځ وويل: «نړيواله ټولنه به ايران د اټومي وسلو د پراخولو په وړاندي زغم ونه کړي. « دا د ايران د حکومت په وړاندې تر ټولو ستر تعزيرونه دي.»

هغه دا هم ويلي، چي د امريکا متحد ايالتونه لاهم د سياسي حل لپاره تيار دي.

په ملګرو ملتونو کي د امريکا د متحده ايالاتونو سفيري سوزان رايس ويلي دي:

«د حل هغه لاره چي موږ يې نن ايران ته وړانديز کوو، د تعزيرونو د درولوامکان برابروي. تر ټولو ښه لار آسانه لار ده.»

د ملګرو ملتونو په پريکړه کي ويل کيږي چي په راتلونکي کي د ايران دپاره د ټانکونو، جنګي هيليکوپترو، جنګي بيړيو او د راکټي سيسټم جوړول منع دي.

سربيره پر دې بايد ايران، د اهم انقلاب ګارد د دندو ساحه محدوده کړي. په دې توګه بايد د هغه غړي او هم په ګارد پوري د تړلو نورو کمپنيو غړي ممنوع الخروج شي، د بانکونو حسابونه يې بند شي او دندي يې محدودي سي. دلته د انقلاب ګارد ته په نظر اچولو سره کيداي سي دغه تدبيرونه ګټور نه وي.

ځکه د محمد احمدي نژاد د ولسمشرۍ له وخته دغه ګارد نه يوازي د هيواد اهم پوځي قدرت دي، بلکي ستر اقتصادي قدرت هم ګرځېدلی دی.

د انقلاب ګارد په هره ساحه کي پرېکړنده خبري لري، دا که د تهران د هوايي ډګر د جوړولو مسئله وي، که د فارس په خليج کي د سترو کانتينرونو بندرونه وي، د ګازو ايستل او يا د اټومي اډوجوړول وي.

کله چې د ايران بهرنۍ سوداګري محدوديږي، نو د ايران په کورني سياست کي د پوځي ټولنو اهميت هم محدوديږي. په دې ترڅ کي، د اپوزيسيون د مشر مير حسين موسوي له خولي، د ايران د انقلاب ګارد تر 800 زياتې کمپنۍ لري. ورسره بيا داهم راځي چي د ايران له 21 وزيرانو څخه، 13 د دوئ د کتار څخه دي.

Pick, Ulrich/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل