1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د کريميا نيول وغندل

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۸, جمعه

د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ستر اکثريت د اوکرايين نيمه ټاپو له روسيې سره يوځای کېدل باطل اعلان کړل. د دغه سازمان په پريکړه ليک کي راغلي دي چي ټولپوښتنه کولای نسي چي د دغي سيمي وضعيت ته بدلون ورکړي.

https://p.dw.com/p/1BXb3
انځور: picture-alliance/dpa

د ملگرو ملتونو سلو غړو هيوادونو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ ۲۷) هغه پريکړه ليک ته چي د کريميا نيمه ټاپو له اوکرايين څخه بېلېدل يې باطل اعلان کړي دي مثبته رايه ورکړه. د ۵۸ هيوادونو رايي ممتنع وې. په دغه رايه ورکونه کي د ملگرو ملتونو ۱۹۳ غړو هيوادونو گډون کړی وو. اسرائيل او ايران هغه هيوادونه ول چي د رايه ورکولو پر مهال یی حضور نه درلود.

د ملگرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ويلي دي چي د اوکرايين په سرحدونو کي بدلون په رسميت نه پيژني او ويلي يې دي چي د کريميا کړکېچ بايد له سياسي لاري حل سي.

د غربي ديپلوماتانو په نظر د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کي د دغه پريکړه ليک په اړه مثبتي رايي تر هغه ډيري وې چي فکر يې کېدی، ځکه چي روسيې د هغه پرضد ډېر تلاښونه کړي ول.

که څه هم چي د ملگرو ملتونو دغه پريکړه ليک کوم الزامی بڼه نه لري، خو د اکثرو هيوادونو له خوا د هغه تصويب د مسکو له پاره يو سياسي پيغام دی. د غربي ديپلوماتانو په خبره د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د اکثرو هيوادونو رايو وښووله چي روسيه په کومه کچه په انزوا کي ده.

هغه لس هيوادونه چي له روسې سره يې د پريکړه ليک په اړه منفي رايي ورکړې: ارمنستان، سپينه روسيه، بوليويا، کيوبا، شمالي کوريا، نيکاراگوا، سوډان، سوريه، ونزويلا او زيمبابوې دي. چين چي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په ډيرو پريکړو کي له روسيې سره ترڅنگ دريږي دغه پريکړه ليک ته ممتنع رايه ورکړه.

د اوکرايين په نيمه ټاپو کريميا کي د مارچ مياشتي پر ۱۶ نېټه له روسيې سره د يوځای کېدو په اړه ټولپوښتنه ترسره سوه، اکثره گډون کوونکو له روسيې سره د يوځای کېدو په پلوي رايه ورکړه.

تر دغي ټولپوښتني وروسته د روسيې پارلمان له دوی سره د کريميا يوځای کېدل تصويب کړل. د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين له خوا د دغي مصوبې تر لاسليکولو وروسته د کريميا نيمه ټاپو په بشپړه توگه د روسي ځواکونو له خوا ونيول سو.