1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ملگرو ملتو د مظاهره کونکو پر ضد د سوريي د رژيم عمل وغاند

۱۳۹۰ اردیبهشت ۷, چهارشنبه

په داسي حال کي چي لويديځ حکومتونه د سوريي په ولسمشر بشارالاسد باندي فشارونه زياتوي په دمشق کي د هغه رژيم په ټول هيواد کي د خپلو مخالفينو پر ضد له زور او برچي څخه د کار اخيستو لمن پراخه کړی ده

https://p.dw.com/p/114cQ
د ملګرو ملتو عمومی منشی د سوریی د رژیم پر ضد اعتراض وکړ
د ملګرو ملتو عمومی منشی د سوریی د رژیم پر ضد اعتراض وکړانځور: Picture Alliance/Photoshot

د سوليزو مظاهره کونکو پر ضد د بشارالاسد د رژيم د برچي ځواب په بهرني نړي کي غندل شوی. د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون پرون په يوي وينا کي له احتجاج کونکو سره د سوريي د حکومت زور پالونکي اقدامات وغندل.

بان وويل: « زه د سوله ايز مظاهره کونکو پر ضد د زور زياتيو دوام غندم. په خاصه توګه چي د هغو پر ضد له ټانکونو او ناريه وسلو څخه کار اخيستل کيږي. دا کار د نړيوالو مکلفيتونو په وړاندي د يو دولت تيري دي.»

بان یادونه وکړه: « د سوريي چارواکي مسوول دي چي ولسي خلک خوندي وساتي او د هغوي بشري حقونو ته درناوي ولري. ولسي خلک د بيان د آزادي او سوله ايزو مظاهره حق لري.»

د ملګرو ملتو سرمنشی زیاته کړی: « زه او بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتو عالي کميساري په دي موافق يو چي په دی برخه کي دي يوه خپلواکه، شفافه او اغيزمنه پلټنه وشي.»

د رژ يم ضد احتجاجونو ستر مرکز د سوريي د درعا په نامه ښار دي، چيرته چي د عيني شاهدانو د وينا له مخي يو تن وژل شوي دي.

د روانو احتجاجونوپه وړاندي د بشارالاسد د رژيم ځواب پوځي عمليات دي چي معمولا هغه له بهر څخه د پرديو د مداخلي په وړاندي بايد وشي. په درعا کي د رژ يم سرتيري، ټانکونه او توپونه درولي دي او د برچي په زور د رژيم هر مخالف ټکوي.

د سوریی د رژیم د زور زیاتیو په نتیج کی د وژل شوی د جنازی مراسم
د سوریی د رژیم د زور زیاتیو په نتیج کی د وژل شوی د جنازی مراسمانځور: dapd

که څه هم دغه ښار د اردن په پوله کي پروت دي خو د اسد د رژيم پوځ هغه داسي محاصره کړي چي بهرني نړي سره يي هر ډول اړيکي غوڅي کړي دي. د ښار د اوسيدونکو د وينا له مخي لويي لاري او سړکونه د ټانکونو په واسطه کنتروليږي. په بامونو باندي ګولي چلونکي سرتيري ځاي پر ځاي شوي او هر څوک چي سړک ته ووځي پري ډزي کوي. د ښار اوسيدونکي چي د تيلفون له لاري بهرني نړي ته معلومات ورکوي دا هم وايي چي پر هغوي باندي بريښنا او اوبه غوڅي شوي دي.

د اسد رژيم ادعا کوي چي په درعا کي بهرني وسلوال جنايت کاران داخل شوي او ناآرامی رامنځ ته کړي دي. خو د ښار اوسيدونکي د هغه دا ادعاوي نه مني.

د دارعا په ښار کي د العمري جومات امام د الجزيري د تلويزيون عربي خپروني ته وويل: «مونږ سره دلته وسلوال داړه ماران وجود نه لري. مونږ د دي ښار اتباع يو. دلته هر سړي يو بل پيژني. کله چي هغوي يعني (د رژيم امينتي کسان) دلته جومات ته راننوتل، ځان سره يي وسلي او مهمات راوړل، بيا يي وروسته ادعا وکړه چي دا وسلي د مظاهره چيانو دي. دا غټ دروغ دي چي هغوي وايي.»

د سوریی د خلکو د احتجاج یوه صحنه
د سوریی د خلکو د احتجاج یوه صحنهانځور: AP

د درعا د ښار اوسيدونکي د رژيم له دا ډول درغو سره بايد شپي او ورځي تيري کړي. د دوشنبه د ورځي څخه را په دي خوا له اردون سره ګډه پوله تړل شوي ده، تګ او راتګ بند دي. رژيم پلوي مبصر، طالب ابراهيم د دولت د دي تصميم د توجيه په اړه وویل « که چيري دا پوله ونه تړله شي، وسلوال کسان له اردن څخه راننوځي. د پولي له تړلو سره د درعا ښار ته امنیت بيرته اعاده کيږي. دا د دواړو هيوادونو په ګټه ده.» سره له دي هم د سوريي دغه ښار د بهرني نړي سره د تماس نيوني يواځني لاره ده.

په سوريه کي مظاهره کونکي هڅه کي چي د مصر او تونس د پاڅون کونکو په څير په عسکرو باندي غږ وکړي چي د هغوي ترڅنګ ودريږي. خو داسي ښکاري چي د سوريي پوځ لا تراوسه رژيم ته وفادار پاتي دي.

په عين وخت کي د سوريي په ګاوندي هيواد ګي د رژيم يو شمير مخالفي ډلي سره ټولي شوي او د خپل هيواد د روان وضعيت په هکله خبري کوي. د هغو په جمله کي د سوريي د بشري حقونو د کميتي رييس، وليد سفور هم شا مل دي.

هغه وویل:« څومره چي دولت د د زور زياتيو پيچ تاووي، هومره د سوريي احتجاج پياوړي کيږي. اوس د ويري، ډار او اختناق زماني ته شاتګ وجود نه لري. د سوريي خلک آزادي غواړي، هغوي ديموکراسي او د ټولو لپاره مساوي حق غواړي.»

د ترکيي مخالفي ډلي له نړيوالي ټولني څخه غواړي چي د بشار الاسد په رژيم باندي فشار زيات کړي. خصوصا د هغه له ګاوندي هيواد ترکيي څخه د هغوي غوښتنه دا ده چي په دي برخه کی مهم نقش ولوبوي.

اولريښ لايت هولد/ آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکي: بريښنا صابر