1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ممبي د بریدونو په تور پنځه تنه په مرگ محکوم شول

۱۳۹۴ مهر ۸, چهارشنبه

په ۲۰۰۶م کال کې په ممبۍ کې اوو بمي بریدونو ډیر انسانان ووژل. اوس د هند یوې محکمې د دغو بریدونو په تړاو پنځه کسه د مرگ په سزا محکوم کړل. هند پر پاکستان تور لگوي، خو پاکستان بیا دغه تور رودي.

https://p.dw.com/p/1Gg5P
Indien Bombenanschläge in Mumbai 2006
انځور: S. D'Souza/AFP/Getty Images

د هند یوې محکمې پنځه تنه د مرگ په سزا محکوم کړي دي، چې ښایي د هند په لویدیځ ښار بمبۍ کې پر اورگاډو باندي د بریدونو له پاره مسول وي. په ۲۰۰۶م کال کې په ممبۍ کې په دغو بریدونو کې ۱۸۰ تنه سیار خلک ووژل شول او شا او خوا ۸۰۰ نور ټپیان شول.

محکمې همداشان څلور عاملین په عمري بند او نور درې تنه د ډیرو کلونو له پاره د بند تیرولو په سزا محکوم کړل. د هند لوی څارنوال د هغوی پر ضد د قتل، توطیې لکه د هند پر ضد د جگړې کولو تور لگولی وو.

محکمې دغه بریدونه په ۲۰۰۲م کال کې د هند په گجرات ایالت کې د هندوانو او مسالمانو تر منځ د ناکراریو د غچ اخیستنې په توگه محکوم کړي دي. په دغو ناکراریو کې شا او خوا ۲۰۰۰ تنه وژل شوي وو چې زیاتره یې مسلمانان ول. د تورنو کسانو مدافع وکیل ویلي دي چې د محکمې د دغې پریکړې پر ضد به لوړې محکمې ته ولاړ شي.

د دغو عاملینو پر ضد محاکمې نهه کاله دوام وکړ. په ټوله کې د ۲۵۰ کسانو شاهدي واوریدل شوه. ویل شوي دي چې د اصلي مسوول تن په شمول پنځه نور کسه چې د دغې پیښې تر شا یې لاس دی، لا تر اوسه نه دي نیول شوي.

د هند حکومت د پاکستان استخباراتي اداره او د لشکر طیبه په نوم ترهگره ډله د ۲۰۰۶م کاله د بریدنو له پاره مسئوله گڼي. خو پاکستان دغه تورونه ردوي.