1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ممبی قاتل اعدام سو

۱۳۹۱ آذر ۱, چهارشنبه

د هندوستان د کورنیو چارو وزارت په حواله د ۲۰۰۸ کال د ممبی په خونړيو پيښو کي په لاس لرلو يوازنی ژوندی پاته سوی مجرم اجمل قصاب اعدام سو. هغه د سزا کمولو غوښتنه کړې وه خو رد سوه.

https://p.dw.com/p/16n72
انځور: Reuters

د هندوستان د کورنیو چارو وزارت ویاند کي ایس دھتوالی K. S. Dhatwali ویلي دي، چې اجمل قصاب د دغه هيواد د پونا په ښار کې د یراواډا په زندان کې د چهارشنبې د ورځي په سهار (۲۰۱۲ کال د نوامبر۲۱) اووه نيمي بجې په دار وځړول شو.

اجمل قصاب له هغه وروسته اعدام شو، چې د دغه هیواد د ولسمشر پرنب مکهرجې له خوا د هغه د استيناف غوښتنه ونه منل شوه. د هند ولسمشر د ده دغه غوښتنه د نوامبر د میاشتې پر شپږمه نېټه رد کړې وه.

د هند د کورنیو چارو وزیر سوشیل کمار شینډې هم د ويلي دي چي اجمل قصاب اعدام شو. د سوشیل کمارشینډی په حواله د نوامبر د میاشتې پر ۸ نېټه اجمل قصاب ته د اعدام سزا اورول شوې وه. قصاب د اعدامولو په خاطر د ممبی د آرتهر روډ له زندان څخه د پونا ښار د یراواډا زندان ته انتقال شوی وو.

د روان عيسوي کال د اگست په میاشت کې د هندوستان ستري محکمې پریکړه وکړه چې اجمل قصاب ته چي د اعدام کومه سزا ټاکل شوې ده باید پر خپل حال پاته شې. تر دې مخکې په ۲۰۱۰ کال کې د ممبی د پیښو اصلې مجرم ته د اعدام سزا اورول شوې وه.

قصاب د بريد پرمهال
قصاب د بريد پرمهالانځور: AP

د هندوستان يوې محکمې ځکه هغه ته د اعدام سزا واوروله چي په ۸۶ پيښو کې، چې له هغې ډلي څخه ۴ يې لوی جرمونه دي پکښې په لاس درلودلو تورن وو. دوه ويشت کلن اجمل قصاب په هند کې د جگړې، وژني او قتل د پلانونو په جوړولو او دغه راز په ترورستې فعالیتونو کې په برخه اخستنه تورن وو.

په ۲۰۰۸ کال د ممبی په ترورستي پيښو کې د دغه هیواد په بېلابېلو برخو کې نزدې ۱۶۶ تنه ووژل شول او تر ۳۰۰ زیات کسان ټپیان شول. په دغو بریدونو کې اجمل قصاب یوازنی ترورست وو چې ژوندی ونیول شو. د هندوستان د حکومت په حواله اجمل قصاب د پاکستان د لشکر طیبه ډلې سره اړيکي لرلې.

د ۲۰۰۸ کال د نوامبر په میاشت کې لسو تنو برید کوونکو ناببره د ممبی ښار په بېلابېلو برخو کې بریدونه وکړل، او له هندي امنیتي ځواکونو سره تر ۶۰ ساعته جگړې وروسته ۹ تنه بريدکوونکي ووژل شول.

د هندوستان ډيرو لوړپوړو چارواکو اجمل قصاب ته د مرگ سزا د ورکولوغوښتنه کړې ول. په هند کې د اعدام سزا حکم ډير نادره وي. په دغه هيواد کي په وروستی ځل په ۲۰۰۴ عيسوي کال کې د اعدام سزا عملي شوې وه. تر هغه دمخه په ۱۹۹۸ کال کې دوه تنه اعدام شوي ول. د ممبی په پيښو کې د وژل شوو کسانو خپلوانو هم اجمل قصاب ته د اعدام سزا د ورکولو غوښتنه کړې وه.

Afp/dpa/ شمس الرحمان ناصر
کتونکی: نجيب الله زيارمل