1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. امنیت شورا شمالي کوریا ته د نورو بندیزونو گواښ کړی

۱۳۹۶ خرداد ۲, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو امنیت شورا په یوه خوله د شمالي کوریا د توغندیو نوې ازموينه غندلې ده. د پیونگ یانگ مشرتابه د دوشنبې په ورځ د منځني واټن ویشتونکی توغندي ازموینه تائید کړې وه. امنیت شورا د نوو بندیزونو گواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/2dPju
Nordkorea - Kim Jong Un - Raketentest
انځور: picture alliance/dpa/AP/ Uncredited/KRT

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو هغه بیانیه تائید کړې ده چې پکښې د شمالي کوریا لمسون د نه زغملو وړ بلل شوی او غندل شوی دی. چین چې د دغه منزوي شوي هیواد یوازینی متحد دی، هم دغه بیانیه تائید کړې ده. په عین وخت کې د ملگرو ملتونو دغي شورا د پیونگ یانگ کمونست مشرتابه ته د موجودو بندیزونو د لا سختولو گواښ کړی دی.

په ملگرو ملتونو کې د فرانسې استازي فرانسوا دیلاتر ویلي دي، پریکړه شوې ده چې «نور مهم گامونه چې پکښې جزایي اقدامات هم راځي» واخیستل شي، څو شمالي کوریا دې ته وهڅول شي چې خپل «بې ثباته کوونکي چلن» ته بدلون ورکړي. د هغه په خبره له ټولو هیوادونو غوښتل شوي دي چې د شمالي کوریا پر وړاندې بندیزونه لا پسې سخت کړي.

په ملگرو ملتونو کې د فرانسې استازی فرانسوا دیلاتر
انځور: picture-alliance/dpa

په ملگرو ملتونو کې د امریکا متحدو ایالاتو سفیري نیکي هیلي، ویلي دي چې د ملگرو ملتونو ډیر پریکړه لیکونه دغه هیواد له دې څخه منع کوي چې د بالستیک توغندیو او یا هر ډول داسې توغندي چې اتومي سرگلولې انتقالولی شي د جوړولو هڅه و نه کړي. خو د هغې په خبره د توغنديو وروستيو ازموینو وښوله چې پر دغه هیواد باندي بايد فشار زیات شي.

د امنیت شورا غونډې تر مخه د ملگرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو گوتیرس ویاند د شمالي کوریا له واکمن کیم جونگ اون او د هغوی له پیروانو څخه غوښتي ول چې له دغه ډول ازموینو څخه لاس واخلي. دغه ویاند ټینگار کړی وو چې دغه څه د «سیمي او نړیوال امنیت» له پاره یو خطر دی.

شمالي کوریا د یکشنبې په ورځ د منځني واټن ویشتونکي توغندي یوه بله ازموینه وکړه. مخکې له دې چې دغه توغندی د جاپان په سمندرگي کې ولگیږي، ۵۰۰ کیلومتره واټن یې وهلی وو. تر دې دمخه شمالي کوریا د می میاشتې پر ۱۴نیټه د منځني واټن ویشتونکي یوه بل قوي توغندي هم ازمويلی وو.

د پیونگ یانگ متحد چین، پر ټولو اړخونو د آرامه پاتېدو او داسې لمسونکي اقداماتو د نه اخیستو غږ کړی دی چې ترینگلتیا لا پسې ډیره کړي. 

(SR/afp, ap, dpa)

زموږ له ارشيف څخه: