1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. امنیت شورا په سوریه کې ډله ییزې وژنې په کلکه غندلي دي

۱۳۹۱ خرداد ۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/153Rk

د سوريې د حوله په ښار کې په يوه ډله ییزه وژنه کي تر هغې ډير انسانان وژل سوي دي، لکه تر اوسه پوري چي ئې اټکل کیده. په سوريه کي د ملګرو ملتونو د څارونکو د ماموریت مشر روبرت مود، په نيويارک کي د ملګروملتو د امنيت دشورا په مخکي وويل چي په دغه بریدونو ۱۰۸ کسان وژل سوي او په سل هاوو نور ټپيان دي.

د امنيت شورا په همدې مناسبت يوه فوق العاده غونډه دايره کړه، تر څو په سوریه کې روان وضعیت وڅیړل شي. د سوريې حکومت د دغي پيښي له کبله وغندل سو. د امنيت د شورا په حواله په حوله کي د دافع هوا او ټانکونو څخه هم کار اخيستل سوی دئ او دا کار دا ثابتوي چي د اسد قواوي د دغه قتل عام تر شا ولاړي دي . خو د سوريې حکومت دغه څه ردوي او وايي چي دا د ترهګرو کار دئ.