1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان د ایران پر اتومي پروگرام نیوکې کړي

۱۳۹۱ شهریور ۲۴, جمعه
https://p.dw.com/p/168pX

د ملگرو ملتونو د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان هغه پریکړه لیک منلی دئ چې د نړیوالو قدرتونو له لوري پکښې د ایران پر اتومي پروگرام نیوکې شوي دي. د غه نړیوال سازمان د رایو په اکثریت سره دغه قرارداد منظور کړی دئ چې پکښې له اسرائیل څخه هم د ایران پر وړاندې د یوه پوځي گام د نه اخیستلو خبره شوې ده. په دغه رپوټ کې زیاته شوې ده چې په دې اړه جدي اندیښنې موجودي دي چې ایران د یورانیمو د غني کولو څخه لاس نه دئ اخیستې کومه چې د ملگرو ملتونو د امنیت شوری غوښتنه وه. تهران وایي چې د دوي اتومي پروگرام یوازې د ملکي موخو له پاره دئ.