1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. د بشري حقونو د شورا نوي غړي وټاکل سول

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۲۲, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ټولنه نړۍ کي د مدني حقوقو له پاره مبارزه کوي. خو د دغي شورا په ۴۷ غړيو هيوادونو کي داسي هم سته چي دغه قوانين نه مراعتوي.

https://p.dw.com/p/1AGHO
انځور: Reuters

له اعتراضونو سره سره روسيه، چين او کيوبا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړي هيوادونه وټاکل سول. دغه راز سعودي عربستان او ويتنام هم په ژنيو کي د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کي په دغي شورا کي د يوې يوې چوکۍ د نيولو له پاره کافي رايي ترلاسه کړې. په مجموع کي د ۴۷ چوکيو څخه ۱۴ يې نوي هيوادونه وټاکل سول.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا يوازي اخلاقي صلاحيت لري او نسي کولای چي د تحريمونو په اړه پريکړه وکړي. په ۲۰۰۶ کال کي د دغي شورا له جوړېدو څخه هدف په هيوادونو کي د بشري حقونو وضعيت څارل او د هغو د خوندي کولو له پاره مشورې ورکول دی.

اوس د دغي شورا يو شمېر غړي لکه د کيوبا، چين او ويتنام کمونيستي هيوادونه سعودي عربستان او روسيه له بشري حقونو څخه د سرغړوني په برخه کي تر نیوکو لاندي دي.

په ملګرو ملتونو کي د امریکا متحده ايالاتو سفيري سمانتا پاور، په يوه وينا کي د بشري حقونو په شورا کي د نوو هیوادنو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. هغې وويل چي «په نوو ټاکل سوو غړيو کي يو شمېر هيوادونه سته چي بشري حقونه پکښې تر پښو لاندي کیږي.»

د امريکا متحده ايالاتونو سفيري، روښانه نه کړه چي دغه کوم هيوادونه دي خو زياته يې کړه :«د نن ورځي ټاکنو دا وښووله چي د بشري حقونو د شورا ځيني مهم کارونه نا تمامه پاتيږي.»

د بشري حقونو د ټولنو انديښنې

د بشري حقونو د څارني سازمان غړي پيګی هيکس، بيا د دغي شورا پر يو شمېر غړيو هیوادونو لکه روسيې، چين، سعودي عربستان، ويتنام او الجزاير باندي نیوکي وکړې چي د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د يوې څېړني مخنيوی يې کړی دی.

هيکس وويل، چين، روسيې او الجزاير تر ۱۰ واري ډېر د ملګرو ملتونو د پلټونکو پوښتنو ته جوابونه نه دي ويلي. د هغې په خبره سعودي عربستان او ويتنام هر یوه اوه واري د ملګرو ملتونو غوښتنو ته مثبت جواب نه دی ويلی.

د بشري حقونو د څارني سازمان دغه غړي وويل: «هغو هیوادونو چي د بشري حقونو د شورا څېړونکو ته يې اجازه نه ده ورکړې بايد د ډېرو مسايلو په اړه وضاحت ورکړي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا يو پر دريمه غړي هر کال له سيمو څخه ټاکل کيږي. د روان کال په ټاکنو کي اوروګوای او جنوبي سودان د خپلو سیمو د هيوادونو له ډلي څخه په دې ونه توانيده چي په دغه شوار کي يوه چوکۍ تر لاسه کړي. خو يو شمېر هیوادونه بيا بې له رقيبه له خپلو سيمو څخه وټاکل سول. ايران او سوريه هم په دې تلاښ کي ول چی په دغه شورا کي یوه يوه چوکی ترلاسه کړي خو د ډېرو نيوکو په خاطر هغوی له ليسته څخه وايستل سول.