1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. د چاپيريال ساتنې کانفرانس «بريالی»ختم سو

۱۳۹۵ آبان ۲۹, شنبه

د چاپيريال ساتنې له پاره په مراکش کي د ملګرو ملتونو کانفرانس تر اټکل څخه زيات اوږد ؤ. خو کتونکي وايي چي دغه کانفرانس «بريالی ؤ».

https://p.dw.com/p/2SwFI
Marokko Klimakonferenz in Marraesch
انځور: Flickr/COP22

د مراکش کانفرانس په يوه اعلاميه پای ته ورسېد. په دغه اعلاميه کي د ګډون کوونکو هيوادونو استازو صرف پر دې توافق او تفاهم کړی دی چي يو کال وروسته به بيا سره راټوليږي او د چاپيريال ساتنې په ډګر کي «پرمختګونه وارزوي».

خو په دغه اعلاميه کي پر مطرح موضوعاتو او اهدافو تفاهم يو مهم پرمختګ بلل کيږي. په دې ترڅ کي د چاپيريال ساتنې له پاره ملګرو ملتونو د ځانګړي ادارې رئيسي پاتريشيا اېسپينوسا وويل: «د مځکي د کورې د تودوښې د زياتېدو له کبله رامنځ ته سوی ګواښ حقيقي دی. خو د دغه ګواښ په وړاندي زموږ جواب هم.»

د مراکش د کانفرانس څخه يو کال تر مخه په پاريس کي  چاپيريال ساتنې په تړاو د ملګرو ملتونو سرمشريزه جوړه سوې وه. په دغه سرمشريٍزه کي ګډون کوونکو هيوادونو د چاپيريال ساتنې پر اهدافو توافق سره کړی ؤ. د دغه توافق له مخي بايد چي د مځکي د کورې د تودېدو د بهير سرأت تر ۲ درجو څخه د امکان تر حده تر ۱،۵ درجې يا لا زيات راټيټ کړل سي. يعني د نړۍ د صعنتي کېدو څخه د ترمخه وخت تر تودوښې بايد چي د مځکي د کورې تودوښه تر ۱،۵ درجې زياته نه سي.

د پاريس په سرمشريزه کي و ټاکل سوو اهدافو ته د رسېدو له پاره د هيوادونو له خوا په غاړه اخيستل سوي مکلفيتونه کفايت نه کوي. يعني يوازي د هيوادونو له خوا د ژمنه کړل سوو اقداماتو په مرسته د تودوښې د زياتېدو د سرأت ټاکل سوي هدف ته رسيدګي نه سي کيدلای.


خو کتونکي بيا هم په دې نظر دي چي دغه کانفرانس يو مثبت اقدام ؤ. د ګرين پيس په نوم د چاپيريال ساتنې د نړۍ وال سازمان رئيسي جېنېفر مورګان د مراکش د سرمشريزي په تړاو وويل چي د پاريس د تړون د عملي کولو له  پاره په تيرو دوو اونيو کي «يو نوی قاطعيت» تر سترګو کېدی.

د ترمپ تر سيوري لاندي

په مراکش کي د چاپيريال ساتنې د کانفرانس ادامه درلود چي په جريان کي يې خبر ورسېد چي د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کي دونالد ترمپ بريالی سوی دی. دا په داسي حال کي چي ترمپ د ټاکنيز کامپاين پر وخت ويلي ول چي که ولسمشر سي نو ښايي د چاپيريال ساتنې له پاره د پاريس د سرمشريزي تړون له د امریکا له لوري لغوه کړي.

ترمپ د مځکي د کورې د تودوښې جګېدنه د ټويټر پر انټرنټ پاڼه په خپور سوي پيغام کي «يوه ټوکه» بللې وه. نوموړي يو بل واري دغه پديده د «چينايانو اختراع» سوې موضوع بللې وه.

د مراکش د نړيوال کانفرانس کوربه او د مراکش د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين مزوار د کانفرانس په وروستۍ ورځ د امريکا پر راتلونکي ولسمشر دونالد ترمپ د ملاتړ ږغ وکړ. مزوار وويل چي نړيواله ټولنه د مځکي د راتلونکي لپاره په يوه لويه مبارزه کي ولاړه ده. نوموړي زياته کړه چي موضوع د ګڼ شمېر مليونونو انسانانو د کرامت ده.

په راتلونکي مېلادي کال به د آلمان په بون ښار کي د چاپيريال سرمشريزه جوړيږي. په ۲۰۱۸ کال به د دغه سرمشريزي کوربه توب د پولنډ هيواد په غاړه وي.



پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.06.2015):