1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. څارونکي ماموریت د مودې د غځیدو په اړه خبرې اترې کیږي

۱۳۹۱ تیر ۲۳, جمعه
https://p.dw.com/p/15X5a

د راپورونو پر اساس په سوریه کې د څارونکي ماموریت د مودې د غځولو د مسودې په اړه د ملگرو ملتونو د امنیت په شوری کې خبرې اترې شروع شوي دي. روسیې ویلي دي چې په سوریه کې د تاوتریخوالي د ختمولو له پاره د بندیزونو په حق کې نه ده.

د امنیت شوری باید د جولایې د شلمې نیټه څخه تر مخه د ملگرو ملتونو د څارونکي ماموریت په اړه یوه پریکړه وکړي، ځکه چې له دغه مودې وروسته د څارونکي ماموریت د ۹۰ تنو د کار موده پای ته رسیږي. دغه څارونکي ماموریت په سوریه کې د دې له پاره ټاکل شوی وو چې په دغه هیواد کې د اوربند څارنه وکړي.

روسیې وړاندیز کړی دئ چې دغه ماموریت دې د راتلونکو دریو میاشتو له پاره تمدید شي. خو المان، متحده ایالات، انگلستان او فرانسې بیا یوازې د ۴۵ ورځو له پاره د دغه څارونکي ماموریت د غځولو وړاندیز کوي. په دې اړه به د جولایې د میاشتې پر ۱۸مه نیټه پریکړه وشي.