1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د منصور دادالله د وژل کېدو ضد و نقيض خبرونه

آژانسونه۱۳۹۴ آبان ۲۱, پنجشنبه

افغان پوليسو د سه شنبې په ورځ د منصور دادالله د وژل کېدوني خبر ورکړ. خو نوموړي قومندان ډلې دغه خبر رد کړی دی.

https://p.dw.com/p/1H4gX
انځور: imago/Xinhua

منصور دادالله د طالبانو څخه د جلا سوي ډلې یو مهم قومندان بلل کيږي. د دغې ډلي مشري ملا رسول کوي چي ادعا لري چي پر ځان يې هغه طالبان راټول کړي دي، چي د ملا اختر محمد منصور د مشر کېدو سره اختلاف لری.

د منصور دادالله د وژل کېدو په تړاو خبر د پنجشنبې په ورځ (نوامبر ۱۲مه نېټه) د افغان پوليسو له خوا ورکول سو. خو د دغه قومندان ډلې وياند دغه خبر رد کړ. د نوموړي قومندان د وژل کېدو خبر په داسي حال کي خپريږي چي په روانه اونۍ کي د طالبانو تر منځ د قيادت پر سر په نښتو کي د لسهاؤ انسانانو د وژل کېدو خبرونه ورکول سول.

ملا منصور دادالله په ۲۰۰۷ کال د طالبانو د وژل سوي قومندان دادالله ورور دی. نوموړي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړيني د خبر خپرېدو وروسته د اخترمحمد منصور د مشرۍ د منلو څخه ډه ډه وکړه. منصور دادالله د ملا رسول له خوا د طالبانو د جلا سوي ډلې د جوړولو وروسته د دغې ډلي سره یوځای سو.

ويل کيږي چي منصور دادالله د زابل په هغو جګړو کي برخه وال ؤ چي په ترڅ کي يې د طالبانو د بيلو ډلو تر منځ د يو شمېر جنګياليو د وژل کېدو خبرونه ورکول سول. که منصور دادالله په رشتيا وژل سوی وي، نو دا به د اخترمحمد منصور د مخالفي طالبي ډلې له پاره يو لوی ګوذار وي.

د زابل ولايت د پوليسو چارواکي غلام جيلاني فراهي ويلي دي چي منصور دادالله د چهارشنبې په ورځ د اسلامي دولت د جنګياليو له خوا وژل سوی دی. خو د دادالله د ډلې وياند مولا عبدالمنان نيازي دغه خبر رد کړی دی. وياند زياته کړې چي دادالله ژوندی او روغ رمټ دی. د هغه په وينا د اخترمحمد منصور ډلې د دادالله د وژني ناسم خبرونه د هغه وروسته خپاره کړي «چي هغوی د زابل په جګړه کي لوی زيانونه وليدل.»

د ملااخترمحمد منصور ډله دا نه مني چي د زابل جګړه يې د ملا رسول له ډلې سره کړې ده. هغوی وايي چي دغه جګړه يې داعش د جنګياليو سره کړې کوم چي د دغې ډلې په وينا د ځايي خلکو په تښتولو، زهيرولو او شکنجه کولو کي پړن ول. دغه ډله وايي چي دادالله د داعش د جنګياليو سره يوځای سوی ؤ.

خو دادالله د داعش سره د هر ډول اړيکو درلودل ردول او ادعا يې کول چي اخترمحمد منصور د ايران له خوا تمويليږي.

د طالبانو څخه د جلا سوي ډلې ويان نيازي ويلي دي: «موږ نه د داعش ملاتړ کوو او نه د القاعدې.» د هغه په وینا «په افغانستان کي د القاعدې او داعش له پاره ځای نسته، خو موږ په دغه جګړه کي د ايران د ښکېلتيا ثبوتونه لرو.»