1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د منځني ختيځ ۱۳میلیونه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي»

۱۳۹۴ شهریور ۱۲, پنجشنبه

د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو ادارې یونیسیف، ویلي دي چې په سوریې، عراق، یمن، لیبیا او سوډان کې د جگړو له کبله ۱۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تگ څخه محرومه دي او د «یوه نسل له لاسه ورکولو» خبرداری یې ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1GQRD
انځور: picture alliance/abaca

یونیسیف د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې په منځني ختیځ کې په هغو پنځو هیوادونو کې چې جگړې روانې دي ۴۰ سلنه ماشومان ښوونځیو ته نه ځي.

د یونیسیف سیمې ییزې مشرې پیتر سلاما، د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ په دې سیمه کې د ماشومانو د یوه نسل له لاسه ورکولو په درشل کې یو.» هغې زیاته کړې ده چې موږ باید اوس په یوه عمل لاس پورې کړو او یا باید په یقین سره د هغې عواقبو ته چمتو اوسو.

هغې زیاته کړې ده دا چې کړکیچ لا پسې ژوریږي، ښایي په راتلونکو میاشتو کې دغه شمیر آن ۵۰ سلنې ته لوړ شي. دغه رپوټ چې په شپږو هیوادونو او سیمه کې پر تعلیم باندې د کړکیچ اغیز نومیږي راغلي دي چې د تاوتریخوالي له کبله ۸۸۵۰ ښوونځي نور د استفادې وړ نه دي.

رپوټ زیاتوي چې په ځینو پیښو کې شاگردان او ښوونکي په مستقیمه توگو تر فیرونو لاندې نیول شوي دي، د ښوونځیو له ټولگیو څخه د پناه ځای په توگه استفاده شوې ده او شاگردانو د امتحانونو د ورکولو له پاره دا خطر منلی چې د جگړې له کرښې تیر شي.

یونیسف په خپل رپوټ کې له بسپنه ورکوونکو هیوادونو څخه غوښتي دي چې په هغو سیمو کې چې د جگړې له کبله ښوونځي تړل شوي دي د زده کړو غیر رسمي خدمات ښه کړي او په منځني ختیځ کې د تعلیم او تربیې له پاره بودجه په خپلو لومړیتوبنو کې وگرځوي.

سوریه

د سوریې جگړه اوس پنځم کال ته داخلیږي چې د ماشومانو له پاره ویجاړونکي ده. په دغه هیواد کې د جگړې د پیلیدو راهیسې په هرو څلورو ښوونځیو کې یو ښوونځی تړل شوی چې تر دوه میلیونه زیات ماشومانو ښوونځي پریښي او د دې خطر شته چې نور نیم میلیون ماشومان هم له ښوونځیو محروم شي، ځکه چې ۵۲۰۰۰ استادانو خپلې دندې پریښي دي.

یمن

پر ښوونځیو باندې یو له مستقیمو بریدونو څخه د یمن په عمران ښار کې رامنځ ته شوی دی چې په پایله کې یې د ښوونځې د ادارې ۱۳ کارکوونکي او څلور ماشومان وژل شوي دي. دغه رپوټ زیاتوي «چې په سیمه کې د شاگردانو، استادانو او ښوونې روزنې د پرسونل، وژل او په خپلسري توگه نیول یوه عادي خبره گرځیدلې ده.»

په دغه هیواد کې د مارچ میاشتې راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ د یوه پوځي ائتلاف له خوا د شیعه حوثي ملیشو پر ضد چې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې دي د هوایي بریدونو وروسته په سلونو ښوونځیو او کالجونه تړل شوي دي.

فلسطیني خاوره

تیر کال د غزې په جگړه کې چې د حماس د افراطي ډلې او اسرائیلو تر منځ یې ۵۰ ورځې دوام وکړ ۲۲۰۰ فلسطینیان او ۷۳ اسرائيلیان ووژل. د ملگرو ملتونو په وینا ۲۸۱ ښوونځیو ته زیان اوښتی دی او لږ تر لږه اته ښوونځي په بشپړه توگه له منځه تللي دي.

عراق

په عراق کې تاوتریخوالي چې حکومتي پلوي ځواکونه په خپل سر د ادعا شوي «اسلامي دولت» یا داعش پر ضد جنگیږي. په دغه ځای کې ۹۵۰۰۰۰ ماشومانو له دغې جگړې څخه اغیزمن شوي دي. رپوټ زیاتوي چې له ۱۲۰۰ ښوونځیو څخه هغه کسان د سرپناه په توگه استفاده کوي چې د تاوتریخوالي له کبله خپلو سیمو پریښوولو ته اړ شوي دي.

لیبیا، سوډان

په لیبیا کې کړکیچ هم د ماشومانو په ښوونه روزنه اغیز پریښې دی. د ملگرو ملتونو په وینا یوازې په دوهم ستر ښار بنغازي کې له ۲۳۹ ښوونځیو څخه ۶۵ پرانیستي دي.

یونیسیف وایي چې په سوډان کې د هیواد دننه بې ځای شوي کسان په دارفور او کوردوفان کې له تاوتریخوالي په تیښته دي او د دغه هیواد ښوونې روزنې پر جوړښت یې د نه باور فشار راوستی دی.