1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت نړيواله اداره: ايټاليا نړيوالو مرستو ته اړتيا لري

۱۳۹۶ تیر ۱۱, یکشنبه

د ملګرو ملتونو مهاجرت اداره وايي چې ايټاليا د مهاجرت بحران سره په تړاو عاجلو مرستو ته اړتيا لري. دغې ادارې پر نړيوالې ټولنې غږ کړی چې دغه هيواد سره دې د مهاجرو چاروته د رسيدګۍ په موخه مرستې وکړي.

https://p.dw.com/p/2fmsX
Italien Rettungseinsätze im Mittelmeer
انځور: picture-alliance/ROPI/I. Petyx

د مهاجرت نړيوالې ادارې مشر ليپو ګرانډې وايي چې ايټاليا حکومت د روان کال له پیله نړيوالو مرستو ته اړتيا لري او نړيوالې ټولنې ته په کار ده چې په دې برخه کې خپل نقش ولوبوي. ګرانډي وویل چې د نړيوالو مرستو په ترسره کيدو سره به ايټاليا کې د مهاجرو وضعيت ته رسيدګي وشي خو هغه زياته کړه که چيرته دغه کار ونشي د مهاجرو وضعيت به نور هم خراب شي.

د مهاجرت نړيوالې ادارې مشر د مهاجرت پر روان وضعيت خواشينۍ ښکاره کړه او وې ويل چې دغه بد وضعيت خپل تر ټولو زيات د انديښنې وړ حالت ته رسيدلی دی. ګرانډي زياته کړه چې يوازې د تيرې شنبې ورځې راپديخوا دولس نيم زرو څخه زيات مهاجر د ايتاليا تاپوګانو ته رسيدلي دي.

فليپو ګرانډي مهاجرو سره د ښه چلن په برخه کې د ايټاليا کارکردګۍ وستايله. هغه وويل چې ايټاليا حکومت د مهاجرو پر وړاندې خپل مسئوليتونه په ښه توګه ادا کوي او سمندر کې د ژغورل شويو مهاجر له اخيستو ډډه نکوي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې دغه چارواکي په دې خبره هم له ايټاليا خوښې ښکاره کړه چې د مهاجرو د رش سربيره يې د پناه ورکولو لړۍ جاري ساتلې ده.

نن یکشنبه (جولای دويمه) د ايټاليا او آلمان د کورنيو چارو وزيران د فرانسې په کوربه توب، پلازمينه پاريس ښار کې يوه غونډه لري. په دې غونډه کې به په ځانګړي توګه د مهاجرت پر بحران خبرې وشي. د سفارتي سرچينو په حواله، تمه ده چې په دې ناسته کې ايټاليا سره د مهاجرت موضوع په تړاو د مرستو پر يو منظم مکانيزم هم يوه هوکړه ترسره شي.

د روان کال له پیل څخه تر اوسه د مديترانې سمندرګي له لارې ۸۳ زره مهاجر ايټاليا ته رسيدلي دي. دا شميره د تيرکال په پرتله شل سلنه زياته ده. په ياده موده کې سمندر کې د ډوبيدو له امله له ۲۰۰۰ څخه زيات مهاجر مړه شوي هم دي.