1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت ژوند په آلمان کي ـ دويمه برخه: د ژبي زدکړه

۱۳۹۶ خرداد ۲۱, یکشنبه

د ژبې له زدکړې پرته، مهاجر د کار په بازار کې بد چانسونه لري او لږ پيسې ګټلی شي. د آلماني ژبې زدکړه د کور په موندلو، ټولنيز مشارکت او د حرفوي عملي زدکړو په برخه کې هم خورا زيات اهميت لري.

https://p.dw.com/p/2eT9p
Deutschland Migranten Integration Deutsch-Kurse
انځور: picture-alliance/dpa/W. Grubitzsch

خپاره شوي آمار ښيي چې له ۲۰۱۵ کال راپديخوا د ادغام په کوروسونو کې د ګډونوالو شمير ډیر شوی دی. آلمان ته د زيات شمير مهاجرو په راتلو سره ډیر شمير کورسونه او په عين وخت کې په چټکۍ سره د مهاجرو ته آماده کړل شول. خو د ژبې زده کړه د مهاجرو لپاره يوه له غټو ستونزو څخه شميرل کيږي.

په آلمان کې له ۲۰۰۵ کال راپديخوا د ادغام کوروسونه شتون لري چې د ۱۰۰ ساعته راهنما کورسونو ترڅنګ، د ژبې کورسونه هم په بر کې لري. د اروپايي ګډ معيار له مخې د «بې آينس» تر کچې د آلماني ژبې زدکړې لپاره شاوخوا ۶۰۰ درسي ساعتونه په نظر کې نيول شوي دي. د دغې دورې په ختمولو سره فارغان په ټوله کې دا وړتيا پیدا کولای شي چې په ساده آلماني جملو محاوره او افهام او تفهيم وکړي او خپل ورځني کارونه مخته ويسي.

کوم کسان کولای شي د ادغام په کورسونو کې ګډون وکړي؟ دغه قانون په ورستيو کلونو کې تغيیر موندلی دی: تر ۲۰۱۵ کاله پورې د پناه غوښتونکو (چا چې د پناه اخيستو لپاره درخواستي ورکړي وي) او هغه چې په آلمان کې ورته د موقتي اقامې ورکړل شوي، په دغو کورسونو کې له ګډونه بې برخې ول، ځکه په کورسونو کې د شامليدو شرط د اقامې لرل وو.

خو د ۲۰۱۵ کال له اکتوبر مياشتې وروسته، پناه غوښتونکي او د موقتي اقامو لرونکو ته هم د ادغام په کورسونو کې د ګډون اجازه ورکړل شوه. حاضردمه د سوريې، عراق، ارتيريا، ايران او سوماليا مهاجر په همدې رديف کې راځي.

کله چې يو مهاجر منل کيږي، په هغه صورت کې پر هغه د ادغام کورس ویل لازمي ده، دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو ادارې هم په دغو کورسونو کې د برخې اخيستو غوښتونکي دي.

له ورستۍ آزموينې څخه ويره

هغه مهاجر چې په وروستيو کلونو کې يې د ادغام په يو کورس کې ګډون لرود، د هغو شمير هم د مهاجرو په زياتيدو سره تر ډیره بريده پورته تللی دی: هغه مهاجر چې ادغام په کورسونو کې د شامليدو حق ورکړل شوي په ۲۰۱۵ کال کې يې شمير۲۸۰ زره وو چې په ۲۰۱۶ کې ۵۳۰ زرو ته پورته شوه. په همدې ترتيب په کورسونو کې د واقعي ګډونوالو شمير هم نژدې دوه برابره لوړ شوی دی.

په ادغام کورسونو کې د مستحقو ګډونوالو او واقعي ګډونوالو په شميرو کې توپيرونه څرنګه رامنځ شوي دي؟ يو وضاحت ښايي دا وي: هر هغه مهاجر چې په کورس کې د ګډون حق ورکړل شوی، نشي کولای په يو لنډ وخت کې کورس ته لاره پيدا کړي. د آلمان د مهاجرت اداره ټينګار کوي چې د انتظار دوره دې لنډه کړل شي. مقصد دا دی چې وروسته له شپږ اوونيو انتظار، په کورس کې د ګډون شرايط برابر شي.

د « مهاجرو لپاره آلماني آزموينې» سره کورس نور پاي ته رسيږي. په ۲۰۱۶ کال کې ۸۵ سلنه مهاجر دغه هدف ته ورسيدل، په دې ترتيب د هغو شميره د يو کال مخکې په پرتله ۶۰ سلنه ښکته وه.

په ځانکړې توګه د پاخه عمر لرونکو مهاجرو لپاره د آلماني ژبې زده کړه غالبا سخته تماميږي. لکه سوريايي مهاجره قطنه چې اوس له خپلو ماشومانو سره د آلمان په ساکسن ښار کې ژوند کوي. هغې لپاره د آلماني ژبې زده کړه ځکه ډیره سخته ده چې په خپل هيواد کې يې سواد نه دی زده کړی. په همدې دليل هغې لپاره د آلماني ژبې په څير د يوې نوې ژبې زده کول ډیر ګران کار دي.

ادغام کورسونو کې د افغان مهاجرو لږ شتون

 د ادغام کورسونو اکثره ګډونوال سوريايي مهاجر دي. په ۲۰۱۶ کال کې د کورسونو نژدي نيمايي برخه د همدې هيواد مهاجر ول. دغه رقم تيرکال دوه برابر وو. دا په دې مانا چې له دغو مهاجرو څخه ډيرې يې چې د ۲۰۱۵ کال په اوړي او مني کې آلمان ته راغلي وو، د ۲۰۱۶ کال په پیل کې ورت کورسونه نيول شوي وو. په دې برخه کې له سوريې وروسته عراقي او اريتريايي مهاجر په دويم او دريم ځای کې قرار لري.

د پام وړ خبره: د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو په ځانګړې توګه د رومانيا، پولند، بلغاريا او ايټاليا اوسیدونکي کورسونه سره زياته علاقه لري. هغوي په لمړي قدم کې په دغو کورسونو کې د شامليدو حق نلري، خو کولای شي ګډون په کې وکړي. په هغه صورت کې چې وغواړي آلماني زده کړي، په کورسونو کې ورته د ګډون کافي ځای ورکول کيږي.

يوه بل مهم ټکی: سربيره پردې چې په ۲۰۱۶ کال کې شاوخوا ۱۲۷ زره افغان مهاجرو خپل د پناه غوښتنليکونه سپارلي او تر څنګ افغان مهاجر له سورياي مهاجرو وروسته په دويم مقام کې ځای لري، د ادغام کورسونو په آمار او ارقامو کې يې شتون ډیر په ندرت ترسترګو کيږي.

دليل: افغان مهاجر په آلمان کې د پاتې کيدو چندان ښه راتلونکې نه ويني. په همدې دليل د ادغام په کورسونو کې يې ګډون په ښکته ځای کې قرار لري. هغه افغان مهاجر چې د پناه غوښتنې دوسيې يې تر کار او څيړنو لاندې وي هم په دغو کورسونو کې د ګدون حق نلري.

دا په داسې حال کې ده چې د ډیری افغان مهاجرو ښايي تر ډيره آلمان کې ژوند وکړي چې په ځانګړې توګه لازياتې سرپرستۍ ته يې اړتيا لیدل کیږي، ځکه چې د افغانستان په سيمو کې د بيسوادۍ کچه لوړه ده. د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د رپوټ پر اساس، د افغانستان په لرو پرتو کليو او باڼدو کې د بيسوادۍ کچه په ۹۰ سلنه کې قرار لري.

د ادغام لا زياتو کورسونو ته اړتيا

د تقاضا د زياتيدو سره سم، په ۲۰۱۶ کال کې د ادغام کورسونو شمير د يو کال مخکې په پرتله تر ۷۰ سلنې پورې پورته ولاړ. په ټوله کې شاوخوا ۲۰ زره کورسونه جوړ کړل شول. د ادغام کورسونو تر څنګ، د رضا کارو ډلوهم په ښوونځيو، محلاتو او نور موقتي ځايونو کې د مهاجرو لپاره د سواد او آلماني ژبې د زدکړي کورسونه آماده کړل شول.

افغان زده کونکي کولای شي د فدرال آلمان ادارې د ځانګړې پروګرام (Garantiefonds Hochschule)له لارې هم د آلمانې ژبې پروګرامونه تعقيب کړي. هغه افراد چې ليک لوست نشي کولاي هغو لپاره د سواد او ژبې د زدکړې جلا کورسونه په نظر کې نيول کيږي.
د مهاجرت ژوند په آلمان کي ـ لومړۍ برخه: رارسېدنه

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.10.2016):