1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرت کړکیچ: د اروپایې کمیسیون دری وړاندیزونه

Barbara Wesel, Brüssel / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبه

اروپایې کمیسیون د مهاجرت کړکیچ د حل له پاره دری وړاندیزونه کړي دي. دغه وړاندیزونه باید د اروپایې پارلمان له خوا تصویب شي. د ترکیې اتباعو له پاره د ویزې لغوه، د دوبلین د قانون اصلاح، او د شینگن په حوزه کې سرحدي کنترول.

https://p.dw.com/p/1Iip2
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپایې اتحادیې د کمیسیون مرستیال فرانس تیمر مانس وایې چې: «د ترکانو له پاره د ویزې آزادي وړیا نه ده.» خو نوموړی سپارښتنه کوي چې د جون میاشتې په پای کې به د ترکانو له پاره د ویزې د آزادۍ په برخه کې تصمیم ونیول شي. په عین وخت کې بروکسل غواړي د دې گام پورته کولو له پاره لا زیات وخت ترلاسه کړي.

ترکیې تر اوسه پورې پنځه ټاکل شوي اساسي معیارونه نه دي پوره کړي. نوموړی هیواد د دغو معیارونو د تنظیمولو له پاره اضافي وخت ترلاسه کوي.

په دې برخه کې څو مهم ټکې: ترکیه باید د اروپایې اتحادیې د قانون د اساساتو پر بنسټ د ترهگر ضد یو قانون تصویب کړي. په دې برخه کې د اروپایې اتحادیې د محاکمو له چارواکو او یورو پول سره همکاري، د اطلاعاتو د حفاظت او له فساد سره د مبارزې غوښتنه شوې.

همدارنگه د بیان د آزادۍ د ډیرې حساسې مسالې په هکله ترکیه باید بهبود رامنځته کړي او دغه بهتر والې باید د عمل په ډگر کې بررسي شي.

د اروپایې اتحادیې کمیسیون غواړي له ترکیې سره موافقې ته ورسیږي

د آلمان، فرانسې او د اروپایې اتحادیې پارلمان د ډیر شمیر استازو د اندیښنو پر بنسټ، کمیسیون غواړي د ترکیې له پاره د ویزې آزادۍ د بیاځلي لغوه کولو له پاره یو میکانیزم رامنځته کړي. که ترکیه د هغې موافقې په برخه کې چې له اروپایې اتحادیې سره یې کړی ده خپله ونډه ادا نه کړي، د بیلگې په توگه له یونان څخه مهاجر ونه مني، بروکسل کولې شي د ترکانو له پاره د سفر آزادي وځنډوي.

د انقرې حکومت لا پخوا د دې موضوع پر وړاندی په صراحت سره اعتراض کړی دی. د دې له پاره چې د تبعیض مخنیوې شوې وي، بې له ځنډه د ټاکل شوو شرایطو پر بنسټ د کوزوو او اوکراین هیوادونو له پاره به هم د ویزې آزادي تصویب شي.

د اروپایې اتحادیې د کمیسیون مرستیال فرانس تیمر مانس وایې
د اروپایې اتحادیې د کمیسیون مرستیال فرانس تیمر مانس وایېانځور: Imago

د دې له پاره چې غړي هیوادونه آرامه پاتې شي کمیسار تیمرمانس زیاتوي: «بې له ویزې څخه اروپایې اتحادیې ته ننوتل، یوازې د بیومتریک پاسپورتونو درلودونکو له پاره، البته بې له استثناء څخه ممکن دی.»

د آلمان په بایرن ایالت کې د سوسیال مسیحي اتحادیې یوه استازي مارکوس فیربر خپل مخالفت اعلان کړی دی. نوموړي ویلي دي چې اروپایې اتحادیه باید مخکې له مخکې تسلیم نه شي. د هغه په خبره په لوړي سر کې ترکیه باید د ویزې لغوه کیدو معیارونه پوره کړي.

تیمرمانس د فیربر په څیر انتقاد کونکي له پامه نه دي غورزولي او ویلي یې دي: «په هغو کلونو کې چې موږ له ترکیې سره دا ډول اړیکې نه لرلې. دا ډول معاملې مو ورسره نه وې کړې. په دې هیواد کې هیڅ بدلون نه دی راغلې.)»

د تیمر مانس له پاره یوزاې نیوکه کول کافي نه دی. هغه غواړي چې په اروپایې اتحادیه کې د ترکیې د غړیتوب یو نوی فصل پرانیزي او په پای کې ترکیه د اروپایې اتحادیې قوانینو ته ژمن کړي. تیمرمانس پر خپل پخوانې دریځ ټینگار کولو سره زیاتوي: «دوی له موږ سره نه نږدې کیږي، دوی له موږ څخه په ځان لیري کولو بوخت دي. له همدې امله موږ باید یو بل سره کښینو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب