1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو بحران د اروپايي ټولني پر بوديجه اغېزه کوي

آژانسونه/ ق. ن۱۳۹۵ تیر ۱۱, جمعه

د مهاجرو بحران به په راتلونکي کي د اروپايي ټولني بوديجه نوره هم له خنډونو سره مخامخ کي. د اروپايي ټولني کمیسارۍ په دې برخه کي د راتلونکي کال له پاره د مجموعأ۵،۲ ميلیارده یورو اټکل کوي.

https://p.dw.com/p/1JH8h
انځور: picture-alliance/dpa

د اروپايي ټولني د اټکلونو پر اساس د مهاجرو پربحران د غلبې حاصولو په خاطر په راتلونکي ۲۰۱۷م کال کي یوازي د ټولني په دننه کي درو ميلیاردو یورو او تر ټولني دباندي پروژو له پاره نورو ۲.۲ ميلیاردو یورو ته اړتیا سته.

په دغو پیسو سره به د مثال په ډول د سرحدي او ساحلي دفاع مصارف تمویل او پردې سربیره به یوه برخه ترانزیټ هیواد ترکیې ته په اختیار کي ورکول سي.

د اروپايي ټولني- ترکیې تر منځ د مهاجرو تړون پر اساس که دغه هیواد د مهاجرينو پر مخ د اروپا لار وتړي، نو د اروپايي ټولني هيوادونه باید ورسره په ميلیاردو یورو مرسته وکي.

اروپا ته د مهاجرت په اړه نور معلومات دلته لوستلای سئ

کمیسارۍ په همدې خاطر د راتلونکي عیسوي کال له پاره د مجموعأ ۵،۲ ميلیارده یورو اټکل کړی دی. د ۲۰۱۶م کال له پاره د تر څلورو ميلیاردو یورو پوري اټکل سوی دی.

بریکزیټ ته په کتلو سره کمیسارۍ د پنجشنبه په ورځ (۲۰۱۶ م کال د جون۳۰مه نیټه) څرگنده کړه، چي د بریکزیټ ریفرندم په لومړي سر کي د اروپايي ټولني پر بوديجه او مالي پلانونو باندي کوم اثر نه لري. ځکه چي هغه په ۲۰۱۷م کال کي په نظر کي نه ؤ نیول سوی.

په همدې دلیل بریتانیا تر هغو پوري چي د اروپايي ټولني غړی هیواد وي، هم یې حقوق لري او هم یې باید مکلفیتونه ادأ کړي.