1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د اخراجولو بحثونه: افغانستان څومره خوندي دی؟

۱۳۹۵ آذر ۸, دوشنبه

د آلمان د ایالتونو د کورنیو چارو د وزیرانو د غونډي په درشل کې افغانستان ته د مهاجرو بیرته استولو موضوع په هکله بحثونه تاوده دي. د آلمان دوه لوی ګوندونه په دې برخه کې د نظر اختلاف لري.

https://p.dw.com/p/2TM1w
Afghanistan Beerdigung nach Angriff
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د سه شنبې په ورځ د آلمان د کورنیو چارو وزیر د کورنیو چارو له ایالتي وزیرانو سره د مهاجرو د سیاست په هکله سلا مشوري کوي. په دغه غونډه کې ښايي تر هرڅه زیات افغانستان ته د مهاجرو د بیرته استولو پر سر خبري اتري وشي. د دې غونډي ترمخه لا بحثونه کیږي.

د آلمان د سوسیال دیموکرات گوند (اس پي دي) یوه برخه، د مرکزي حکومت د مهاجرو په اړه د اوسني سیاست په هکله انتقادي څرگندوني کوي. د شلېزویگ هولشټاین ايالت، د کورنیو چارو وزیر شتیفن شتودت، «څایت اونلاین» ته ویلي دي چې دی په دې هکله په شک او تردید کې دی چې آیا په افغانستان کې ډیری سیمي «په دوامداره توگه د کافي امن لرونکو» سیمو په توگه درجه بندي کول به په اصل کې سم وي او که نه؟ د سوسیال دیموکرات گوند دغه سیاستوال ویلي دي چې دغو سیمو ته د مهاجرو په استولو سره، دی ښه احساس نه کوي.

په افغانستان کې په ظاهره توگه د «امن سیمو» په هکله بحثونه په مزار شریف کې د آلمان پر قونسلگرۍ باندي تر برید وروسته بیا تاوده شوي دي.

مزار شریف چې په نسبي توگه په افغانستان کي امن بلل کيږي پکښې د آلمان پر قونسلگرۍ باندي په روانه نوامبر مياشت کې ځانمرگی او وسله وال بريد وشو.

تر دغه برید وروسته آلماني دیپلوماتان د امنیتي دلایلو له کبله د آلماني ځواکونو په یوه پوځي اډه کې چې ډیر سخت امنیتي تدابیر پکښې نیول شوي دي کډه شول. خو پر دې سربیره هم ښایي له آلمان څخه د امکان په صورت کې تر لسو زرو زیات افغان مهاجر دغه جگړه ځپلي هیواد ته واستول شي.

د بادن وورتمبېرگ ايالت د کورنیو چارو وزیر توماس شتروبل، چې د مسیحي دیموکرات گوند (سي دي یو) غړی دی، بیا برعکس د مهاجرو د استولو د یوه سخت سیاست پلوي کوي.

دغه سیاستوال د «بېلد ام زونتاگ» آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د «عمل یوه ملي قوې» ته اړتیا ده. د هغه په خبره دا امکان نه لري چې ۵۰۰ زره بهرنیان چې د پاتېدو حق نه ولري، وزغمل شي. توماس شتروبل د مهاجرو د بیرته ستنیدو او اخراجیدو له پاره د نوو وسیلو غوښتنه کړې ده.

«څوک چې د پاتیدو حق نه لري، باید ولاړ شي»

ورځپاڼي ليکلي دي، چي شتروبل غواړي د ايالتونو د کورنیو چارو وزیرانو په دغه غونډه کې «څوک چې د پاتیدو حق نه لري، باید ولاړ شي» تر عنوان لاندې یو دریځ وړاندې کړي.

هغه غواړي چې دغه طرحه یوه اوونۍ وروسته د مسیحي دیموکرات گوند کنگرې ته هم وړاندي کړي. په دغه طرحه کې د هغو کسانو له پاره چې خپل هویت پټوي، سخت عواقب په پام کې نیول شوي دي. د بېلگې په توگه د مؤقتي اقامې بیرته اخیستل، د پناه غوښتنې دوسيو ختمول، پر کار باندې بندیز لگول او په ټولنيزو خدماتو کې کمښت راوستل شامل دي.

د ورځپاڼې د رپوټ له مخې د بادن وورتمبېرگ د کورنیو چارو وزیر د مهاجرو د اخراجولو چارو د امکاناتو لمن پراخوال هم په نظر کې لري، لکه په مصر کې د مهاجرو د بیرته ستنولو له پاره د یوه مرکز جوړول.

د دغې طرحې له مخې همداشان هغه کسان چې له اخراجیدو سره مخامخ وي، حتی که ناروغه هم وي، باید واستول شي. ناروغي یوازې په هغه صورت کې د اخراجیدو مخه نیولای شي، چې دغه مهاجر په آلمان کې په کومې ناروغۍ اخته شوی وي.

پرو ازول: په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي

د بشري حقونو مدافع سازمان «پرو ازول» د آلمان د ايالتونو د وزیرانو څخه غوښتي دي چې افغانستان ته دي مهاجر نه لېږي.

دغه سازمان غوښتنه کړې ده چې افغانان د پاتیدو یوې خوندي اقامې او د کورنۍ له غړو سره یو ځای کیدو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتي څخه تر اکتوبر میاشتې پورې ۳۲۲۵۲ افغانانو د پناه غوښتني دوسیو په هکله پریکړه شوې ده، چې د ۱۴۱۰۷ افغانانو د پناه غوښتنه رد شوې ده.

د ياد سازمان په وینا ۲۰۱۶م کال کې  په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی. پر دې سربیره په دغه هیواد کې وضعیت نور هم خراب شوی چې له گاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه هم افغان مهاجر بیرته ورستنیږي.

خپلوي پالنه

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر زلمي رسول، په افغانستان کې دیموکراتیکي نیمگړتیاوې او اختلاس د سیاسي بې ثباتۍ دليل بللي دي. زلمي رسول د پروتیستانت کلیسا د فیلگست اکاډمۍ د افغانستان په هکله یوې غونډې ته ویلي دي چې پر دې سربیره په ۲۰۱۴م کال کې د ولسمشر اشرف غني په مشرتوب د رامنځ ته شوي ملي یووالي حکومت د مشروعیت کمښت، د امنیتي وضعیت د خرابیدو یو لامل دی.

همداشان زلمي رسول د لوړو پوستونو سیاسي کیدل او همداشان پر پوځي پوستونو باندي د قوميت له مخې د قوماندانو پر ټاکلو انتقاد کړی دی. د زلمي رسول په وینا هر کال ۳۰ سلنه عسکر له خپلو دندو لاس اخلي چې دوه پر دریمه برخه یې له دندو تښتي.