1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرو د اخراجولو پروسه باید ګړندۍ شي»

۱۳۹۵ مهر ۲۲, پنجشنبه

د اتریش د کورنیو چارو وزیر ولفګنګ زوبوتکا، له اروپایې هیوادونو څخه د هغو مهاجرو د بیرته ستنولو پروسي ګړندي کولو غوښتنه کړې ده چې د پناه غوښتنه ئې نه وي منل شوې.

https://p.dw.com/p/2RBS7
Deutschland Flüchtlinge kommen an der ZAA in Berlin an
انځور: Getty Images/S. Gallup

د اتریش د کورنیو چازو وزیر ولفګنګ زوبوتکا، د پنجشبنې په ورځ (د سپټمبر میاشتې۱۳ ) د «دي ویلټ» رسنۍ ته ویلي دي چې دلته باید «موږ د مهاجرو د چټک ستنولو له پاره یو روښانه تجدید نظر او شرایط ولرو». زوبوتکا زیاته کړې ده : «تر څو پورې چې اروپا ته د رسیدلو له پاره د سمندري ژغورنې او دې ته مترادفې امکانات موجود وي، یونان او ایټالیا ته به د انسانانو د هجوم د راتګ مخه ونه نیول شي.»

زوبوتکا، دي ولټ ته ویلي دي: «د فرونټکس ماموریت پراخول، پر سم لور لومړنې ګام دی چې باید نور تعقیب شي، څو د اروپایې اتحادیې له بهرنيو سرحدونو څخه مو په سمه توګه ساتنه کړې وي.»

د هغه په خبره برخلاف داسې حالتونه هم وي چې ځيني مهاجر چې د پناه غوښتني له پاره قانع کوونکي دلایل هم نه لري، نه شي کیدای خپل هیواد ته بیرته واستول شي.

د اروپایې اتحادیې د کورنیو چارو وزیران غواړي چې نن د پنجشنبې په ورځ په لوکزامبورګ کې د مهاجرو د کړکیچ له امله د سرحدونو د خوندي ساتول او تروریستي ګواښونو په هکله سلا مشورې وکړي.

د دې ترڅنګ د (EBCG) په نوم د اروپایې سرحدونو او ساحلونو د ساتنې نوی ماموریت چې د رواني میاشتې له پیل راهیسې شروع شوی دی د تدریجي پراخونې موضوع هم مطرحه ده. سربیره پر دې چارواکي به د پناه غوښتني پر اروپایې سیستم هم بحث او خبرې وکړي.

د اروپایې کمېسيون هغه وړاندیز شخړه ایز دی چې له مخې یې د اروپایې اتحادیې له یوه غړي هیواد څخه چې کډوال ورته په لومړي سر کې داخلیږي، د یوې متناسبې سهمې له مخې په اوتوماتیک ډول پر نورو غړو هیوادونو وویشل شي. همدارنګه هغه هیواد چې د مهاجرو له منلو څخه انکار کوي باید نقدي جریمه ورکړي.

سربیره پر دې د مهاجرو د کړکیچ په برخه کې له افریقایې هیوادونو سره د ګډې همکارۍ موضوع هم مطرحه ده. د دې تر څنګ ددغې غونډې یوه بله موضوع په یونان کې د مهاجرو نامناسب وضعیت دی، په ځانګړي توګه د دغه هیواد په ټاپوګانو کې چیرې چې پناه غوښتونکي خپل نومونه ثبتوي او د خپلو دوسیو په هکله د پریکړي تر وخته پورې هم هلته پاتيږي.

اروپا ته مهاجرت