1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د ادغام قانون پلی کيږي

۱۳۹۵ مرداد ۱۶, شنبه

په جرمني کي د ادغام قانون چي ډېر بحثونه پرې روان ول، سر له نن شنبې ورځي پلی کيږي. دغه قانون که د مهاجرو له پاره سهولتونه لري محدويتونه هم پکښې سته.

https://p.dw.com/p/1JcZt
Schüler Migranten im Integrationskurs
انځور: picture-alliance/dpa/J.Stratenschulte

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست ۵مه) په دغه قانون کي د اصلاحاتو په اړه وويل چي دا د ادغام په برخه کي د جرمني سياست نوي بنسټيز اصلاحات دي. ديميزير زياته کړه: «زه خوښ يم چي د هغو مهاجرو له پاره چي زموږ په هيواد کي اوږدمهاله پاتيږي، ورته د نوي روښانه قواعدو او مقرراتو په جوړولو وتوانېدو.»

د جرمني د کورنيو چارو وزير ټينگار وکړ چي «په دغه قونانو سره موږ په ټولنه کي د مهاجرو د ادغام ملاتړ کوو او ورسره سم له هغوی څخه غوښتنه کوو چي زموږ ارزښتونو ته آشکار ژمن پاته سي او په ټولنه کي د خپل ځان د ادغام له پاره ونډه واخلي» هغه زياته کړه چي د دغه قانون موخه «په پرانيستې ټولنه کي يو آزاد او سوله ايز ژوند دی.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (15.05.2016):محدوديتونه

د دغه قانون له مخي په ټولنه کي د مهاجرو ادغام ته سهولتونه برابريږي، خو هغه کسان چي ياد قانون ته غاړه نه ږدي محدويتونه ورته ټاکل سوي دي. د بېلگې په توگه د ټولو هغو مهاجرو له پاره چي په جرمني کي اوږدمهاله پاتیږي د ادغام په کورسونو کي گډون اجباري دئ. هغه کسان چي له دغو کورسونو څخه ډډه کوي يا ئې پر نيمی حال پرېږدي له سهولتونو بې برخي کیږي.

د دغه قانون د اصلاحاتو په برخه کي د بحث تر ټولو توده موضوع، تر درې کاله وروسته په کورونو يا اپارتمانونو کي د مهاجرو مېشتول ول، څو د مهاجرو د ځانگړو مرکزونو له جوړېدو مخنيوی سوی وي.

نوي راغلي مهاجر یوازي په هغه ايالت کي اوسېدلای سي چي په لومړي سر کي ورلېږل سوي وي. تر هغه وروسته بیا هر ايالت پخپله پريکړه کوي چي څه وخت يوه مهاجر ته کور يا اپارتمان ورکړي. خو هغه کسان چي کار کوي، يا يې تازه کار موندلی وي او يا هم تحصيل کوي اجازه لري چي د مهاجرو له کمپه ووځي. دغه امکان د هغو مهاجرو له پاره صدق کوي چي د روان کال له جنوري مياشتي د مهاجر په توگه په رسميت پيژندل سوی وي.

د فني زدکړو دوره

په راتلونکې کي په جرمني کي هغه مهاجر د دايمي اقامې حق ترلاسه کوي چي په آلمان کي پنځه کاله اوسېدلی او د ادغام په کورس کي بريالی سوی وي. هغه څوک چي ډېر ژر د جرمني په ټولنه کي ځان مدغم کړي، کولای سي چي حتی درې کاله وروسته په دغه هيواد کي دايمي ويزه ترلاسه کړي.

هغه مهاجر چي د زده کړي يا فني زده کړي دوره پيل کړي، اجازه لري چي د دغي دورې تر پايه پوري په جرمني کي پاته سي.

د دغه قانون ډېري اساسي برخي سر له نن شنبې ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست ۶مه) پلي کيږي. تر دې وروسته به د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ مياشتي له لومړی نېټې څخه د ادغام په کورسونو کي گډون حتمي وي.

د جرمني حکومت غواړي چي په دې قانون سره په تاسيساتو او تر هغه دباندي د مهاجرو له پاره سل زره کارځايونه جوړ کړي. خو دغه کارونه به دايمي نه وي، بلکي يوازي د کار په بازار کي د گام ايښوولو له پاره په پام کي نيول سوي دي.