د مهاجرو د ادغام له پاره د هڅو غوښتنه
۱۳۹۴ آذر ۲۹, یکشنبهد آلمان د پلازمېنې برلین ښاروال میشایل مولر «دي وېلت» په نامه له آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي: «انګلا مېرکل باید هر څه ژر د ادغام یوه داسې پالیسي جوړه کړي چې د عملي کیدو امکانات یې وي، خو په دې هکله تر اوسه هیڅ کار نه دی شوی.»
هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې فدرالي حکومت تر اوسه د کړکیچ په کابو کولو کې بوخت دی خو په وینا یې د ادغام په پروسه کې پاتې راغلی دی.
مولر د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند غړی دی چې په حکومت کې د مېرکل د مسیحي دیموکرات ګوند سره په ائتلاف کې شامل دی.
د برلین ښاروال له فدرالي حکومت څخه وغوښتل چې د ښوونکو، ژباړونکو او د ادغام په اړه مشوره ورکوونکو کسانو ته روزنیز پروګرامونه برابر او تمویل کړي.
له مهاجرو سره د چلن له کبله د برلین ښار اداره تر سختو نیوکو لاندې راغلې ده او په دې هکله تیره میاشت نیویارک تایمز ورځپاڼې د «ګډوډ هرکلي» تر نوم لاندې یو رپوټ خپور کړی وو چې آلمان کې هم په پراخه کچه خپور شو.
د برلین ښار پر چارواکو [او ادارې] دا تور لګول شوی چې په دې ښار کې مهاجر دې ته اړ کیږي چې د ثبتیدو له پاره څو ورځې او یا هم څو اوونۍ انتظار وباسي خو مولر بیا د دې ښار د چارواکو څخه دفاع وکړه.
مولر وایي چې برلین په اروپا کې تر هر بل ښار څخه ډیرو مهاجرو ته ځاې ورکړی دی او يوازې سږ کال یې ۷۰زره کسانو ته پناه ورکړې ده. خو سربیره پر دې هم هغه وايي چې حالاتو کې باید مثبت بدلونونه راشي.
د برلین ښاروال همداراز وايي: «موږ اضافي خیمي درولي دي او د اوونیو په اخرو ورځو کې [چې رخصتي وي] هم موږ نوکریوالان ګمارلي دي. موږ د استوګنځاې برابرولو او د نومونو د ثبت په پروسه کې ډیرې لاس ته راوړنې لرو او همداراز د مهاجرو ماشومان هم ښوونځیو ته لیږو.»