1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د افراطي کیدو په هکله شکایتونه زیات شوي دي

۱۳۹۵ آبان ۵, چهارشنبه

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې ته د افراطي کیدو په هکله مشوره ورکوونکي دفتر په حواله د مهاجرو د مرستندویانو او سرپرستانو له خوا ورته د ترلاسه کیدونکو شکایتونو شمیر ډير لوړ دی.

https://p.dw.com/p/2Rh3S
Salafistin auf einer Demonstration in Berlin
انځور: picture-alliance/dpa/F.Schuh

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې ته د افراطي کیدو په هکله مشوره ورکوونکی دفتر وایې چې د روان کال له دوبي راهیسې دغه دفتر ته د مهاجرو د مرستندویانو او سرپرستانو د نه خوندیتوب په هکله ډیر شکایتونه راغلي دي.

د دې کار دلیل اسلامي افراطیت ته د کم سنه (قانوني سن ته نه رسیدلو) کډوالو د جذبیدو اندېښنه ښودل شوې. د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې ته د افراطي کیدو په هکله مشوره ورکوونکي دفتر مشر فلوریان اندیز، د سه شنبې په ورځ د"Welt"  آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي: «موږ په دې وروستیو میاشتو کې د ډیرو شدیدو شکایتونو او تلیفوني اړیکو شاهدان وو.»

د اندیز، په خبره په دې اړه موږ تر جون میاشتې پورې، هره میاشت شاوخوا ۶۰ تلیفوني اړیکې ترلاسه کول، په جولای کې دغه شمیر۱۲۰ او په اګست میاشت کې د دا ډول تلیفوني تماسونو شمیر ۱۵۰ ته لوړ شو.

اندیز، وایې: «له جولای میاشتې راهیسې قانوني سن ته د نه رسیدلو کډوالو آلماني سرپرستانو او یا د هغو داوطلبه مرستندویانو تلیفونې شکایتونه ډیر شوي دي چې له مهاجرو سره سروکار لري.»

تر جون میاشتې پورې د مهاجرو د افراطي کیدو په هکله تلیفونونه او شکایتونه ۱۸ سلنه ول، خو د جولای، اګست او سپټمبر په میاشت کې دغه فیصدي ۳۰ سلنې ته لوړه شوې. د دغو شکایتونو د ډیریدو یو دلیل هم د ۲۰۱۶م کال په جولای میاشت کې د آلمان په ورڅبورګ او انسباخ ښارونو کې ترهګریزو بریدونه ول چې د مهاجرو له خوا ترسره شوي ول.

د ترهګرو د نیولو له پاره د آلماني پولیسو عملیات

د سه شنبې ورځې په سهار د آلمان پولیسو پر یوه وخت د دغه هیواد په ۵ ایالتونو کې تر۱۰ ډیر اپارتمانونه او د مهاجرو په یوه کمپ کې ۱۳ عملیات ترسره کړي دي.

دغه عملیات د پولیسو د ځانګړو ځواکونو له خوا د دغه هیواد په تورینگن، نورد راین وستفالن، زاکسن او بایرن ایالتونو کې د داعش ډلې د شکمنو کسانو د نیولو په موخه ترسره شول.

چارواکي وایې چې تیر کال د یوه ۲۸ کلن چچنیایي تر نیولو وروسته یې د څیړنو لړۍ پيل کړی وه. ويل شوي دي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د درو میرمنو په ګډون لس تنه شکمن نارینه نیول شوي دي.

پر دغو کسانو شک کیږي چې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې مالي ملاتړ یې کاوه. د روان کال په جولای مياشت کې د ترسره شوو دوو بریدونو وروسته په آلمان کې امنیتي اقدامات ډیر سخت شوي دي. د دغو دواړو بریدونو پړه د داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه.

نور مطالب: