1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د مهاجرو د جرايمو کچه کمه ده»

۱۳۹۴ بهمن ۲۸, چهارشنبه

د جرايمو ضد د آلمان فډرالي اداره وايي چي هغه ادعاوي سمي نه دي چي له مخي يې په پناه غوښتونکو کي د جرايمو کچه لوړه ده. يادي ادارې په دې تړاو اعداد او شمېرې هم خپرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/1HwxZ
انځور: DW/A. Almakhlafi

د آلمان فډرالي جنايي ادارې «بُنډس کريمينال امټ» ويلي دي چي په مهاجرو کي په پرتليزه توګه د جرايمو کچه لوړه نه ده. دغه ادارې ويلي چي په تېر کال کي د راغلو پناه غوښتونکو د شمېرو پر اساس په جرايمو کي زياتوالی نه دی راغلی.

دغه ادارې ويلي چي په تناسبي توګه حتی د جرايمو د زياتېدني په کچه کي کموالی راغلی دی. يادي ادارې دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د فبرورۍ ۱۷مه نېټه) وکړې. د آلمان دغې فډرالي ادارې زياته کړې چي د پناه غوښتونکو اکثريت ځان له جرمونو څخه ليري ساتي.

د «بُنډس کريمينال امټ» له خوا د مهاجرو او جرايمو پر موضوع اعداد او شمېرې هم وړاندي کړل سوي دي. په دې ترڅ کي ويل سوي چي په ۲۰۱۵ کال د تېر کال به پرتله د مهاجرو شمېر څلور چنده زيات سوی خو په جرايمو کي ۷۹ سلنه يعني تر يو چند څخه لا کمه اضافه سوې ده. يادي ادارې ويلي چي زياتره تر سره سوي جرايم ډېر واړه دي او جنايتونه نه دي.

د آلمان دغې فډرالي ادارې ويلي چي د پناه غوښتونکو له خوا د تر سره سوو جرائمو يو پر دريمه برخه د ملکيت، جعلي کاغذونو او بېله ټکټ څخه له ترانسپورتي وسايلو کار اخيستل دي. ويل سوي چي يو پر دريمه برخه هم هغه جرايم دي چي د غلا سره تړلي دي.

د آلمان جنايي ادارې د مهاجرو د جرايمو په تړاو په خپلو خپرو کړو اعداد او شمېرو کي ويلي دي چي هغه پناه غوښتونکي چي د جنسي زهيرونې او يا ورته جنسي جرايمو مرتکب سوي دي، د ټولو تر سره سوو جرايمو يو فيصد لا هم نه جوړوي.

په دغه راپور کي راغلي چي د پناه غوښتونکو په راتګ سره د يو شمېر ستونزو او بحرانونو د را واردېدو ګواښ پر ځای پاته دی. زیاته سوې چي پوليسو ته ۲۶۶ داسي معلومات رسېدلي چي د اسلامستي سره تړلي دي. ويل سوي چي په دې ترڅ کي د ۲۵ معلوماتي راپورونو پلټني ادامه لري.