1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان محکمې د کار تر ډیر سخت فشار لاندې دي

۱۳۹۶ مرداد ۲۳, دوشنبه

د اداري چارو قاضیان د مهاجرو د بی شمیره عریضو او دعواوو د وړاندی کیدو له امله ځانونه تر ډیر سخت فشار لاندې احساسوي او په عاجل ډول د خپل پرسونل د زیاتیدو غوښتنه کوي.

https://p.dw.com/p/2iCro
Symbolbild Justiz Richter Gericht Richterhammer
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د آلمان د ملکي چارو د محاکمو د قاضیانو مشر روبرت زیګمولر، د هغوی مهاجرو چې د پناه غوښتنه یې رده شوی او اوس یې په اداری محاکمو کې خپلې دعواوی وړاندی کړې دي، دوسیو ته د رسیدګۍ له پاره د آلماني محکمو په اړونده ادارو کې د پرسونل د ډیریدو غوښتنه کړې.

زیګمولر د «دویچه پریسه اګنتور» یا د آلمان خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې په پرله پسې ډول د مهاجرو دوسیو ته د رسیدګي جریان د شمیر لوړیدو له امله د آلمان پر ملکي محکمو د کار فشار خپل وروستي سرحد ته رسیدلی دی. د هغه په خبره سړی ویلي شي چې «وضعیت د نه کنترول وړ ګرځیدلی دی، اوس د کار په هره ساحه کې د پرسونل د کمبود احساس کیږي.»

نوموړي زیاته کړه چې سږکال د مهاجرو دوسیو ته د رسیدګۍ جریان په مجموع کې دوه برابره زیات یعنې ۲۰۰ زرو ته لوړ شوی دی. تیر کال هم د یوه کال مخکې په پرتله د مهاجرو د شکایتونو شمیر دوه چنده یعنې په ۲۰۱۵ کال ۵۰ زره او په ۲۰۱۶ کال کې په مجموع کې ۱۰۰ زرو ته رسیدلی وو.

د هغو مهاجرو د دوسیو په شمیر کې په پرله پسې ډول زیات والی رامنځته شوی دی چې د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې (Bamf) له خوا یې د رد ځواب ترلاسه کړی دی او یا هم د دغې ادارې له خوا د مهاجرت کوم موقف چې ورته منل شوی، پر هغې قناعت نه لري او د بشپړې سیاسی پناه غوښتنه کوي.

که څه هم په تیر یونیم کال کې د ۲۰۰۰ قاضیانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی لیدل کیږي، خو زیګمولر وایې:«محکمو ته په هغه کچه قاضیان چې د کار وړتیا ولري او مونږ ورته ضرورت لرو، خپل غوښټنه لیکونه نه دي وړاندی». نوموړی زیاتوي «په اوس وخت کې د کار فشار تر اندازې ډیر زیات دی».

د بیلگی په توگه په راینلند فالز ایالت کې د تریر په نامه د مهاجرو د دوسیو ارزونې اړونده محکمه کې سږ کال په لومړیو اوو میاشتو کې د مهاجرو د پناه غوښتنو د دوسیه کچه دری برابره لوړه شوه. د نوموړي محکمې د رئیس، ګیورگ شمت د وینا له مخې په ۲۰۱۶ کال کې ۳۳۵۰ دوسیې او سږ کال د هغو شمیر ۹۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

هغه زیاتوی: « د کار فشار ډير زیات دی.» د بیلگې په توگه هغه په عاجل ډول لږ تر لږه د ۱۲ نورو قاضیانو د ګمارل کیدو غوښتنه کړې. د ګیورګ شمت د وینا له مخې په لنډ مهال کې د کار کموالی نه تر سترگو کیږي. په عین وخت کې له پخوا څخه ۱۰ زره نورې دوسیی هم پاتی دي چې لا تراوسه فیصله شوي نه دي. 

په اړونده موضوع زموږ له آرشیف څخه انځوریز رپوت:(22.07.2017)