1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د ديپورت له کبله په آلمان کي بحثونه

کارسټن ګريون / ا.و.ا.۱۳۹۵ مهر ۲, جمعه

آلمان په روان مېلادي کال تقريبا ۱۴۰۰۰ مهاجر اخراج يا ديپورت کړي دي. دغه هيواد په تيرو کالونو کي د بهرنيانو په ديپورت کي نوي سختۍ رامنځ ته کړي دي. په دې ترڅ کي ناروغان هم ديپورت سوي دي.

https://p.dw.com/p/1K777
Deutschland Stempel Abgeschoben Symbolbild
انځور: Reuters/M. Dalder

له آلمان څخه د بهرنيانو د اخراجولو په پروسه کي په تيرو وختونو کي چټکوالی راغلی دی. په زياته بيا د آلمان د نارد راين وېسټفالن ايالت څخه زيات شمېر پناه غوښتونکي اخراج کړل سوي دي. په دغه ايالت کي د سوسيال ډيموکرات او زرغون ګوند ائتلافي حکومت دی.

د آلمان د ياد فدرالي ايالت د تر ټولو لوی هوايي ډګر ديوسلدورف د چارواکو په حواله په روان مېلادي کال له دغه هوايي ډګره د تيرو څلورو کالو په پرتله درې چنده زيات کسان ديپورت يا اخراج کړل سوي دي. ويل سوي چي څلور کاله تر مخه له دغه هوايي ډګر څخه په الوتکو کي ۱۲۰۰ کسان ديپورت کړل سوي ول. خو سږ کال له همدغه هوايي ډګر څخه ۳۶۰۰ کسان اخراج کړل سوي دي. زياته سوې چي په دغو کي اکثريت د ترکيې او بالقان سره د تړاو درلودونکو کسانو دی.

ناروغان هم ديپورت سوي

د يو راپور له مخي هغه کسان چي له آلمان څخه ديپورت کړل سوي دي پکښي زيات شمېر يې په يو لړ ناروغيو لکه د شکرې ناروغي، لوړ فشار، سرطان، اېچ آی وي او يا په روانې ناروغيو اخته ول. په آلمان کي د ديپورت د پروسې د څار د درو سازمانونو څخه د يو غړې داليا هيوهنه وايي: «د هغه راهيسي چي د پناه غوښتنې د دويم پاکټ په نوم نوي قوانين له دغه پسرلي عملي سوي، صرف هغه کسان (له اخراجېدو) استثنی دي چي سخت ناروغ وي او که بېرته خپل هيواد ته ولېږدول سي نو ورته د روغتيا لوی ګواښ مواجه وي.»

Archivbild Ankunft abgelehnter Asylbewerber Flughafen Leipzig-Halle
په لايپڅيګ کي د مهاجرو ديپورتانځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

خو زيات شمېر هغه کسان چي د ديپورت امر يې سوی وي بيا يې هم ديپورت نه عملي کيږي. د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په وينا د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ مياشتي او د ۲۰۱۶ کال د جون د مياشتي تر منځ تقريبا د ۶۰۰ کسانو د ديپورت پېل سوې پروسه په نيمه لاره درول سوې. زياته سوې چي هغه له دې وجي ولي چي د الوتکو بعضو پلوټانو د دې اجازه نه ده ورکړې چي په الوتکه کي دي يې داسي کسان انتقال کړل سي چي په خپله خوښه الوتکي ته نه وي داخل سوي. دا هم ويل سوي چي يو شمېر داسي کسان چي د ديپورت په انتظار ول په دې وجه نه دي ديپورت کړل سوي ولي چي سخت ناروغه ول.

«د ديپورت د مخنيوي صنعت»

د ديپورت په پروسه کي زياتو سوو خنډونو اړونده پوليسو او د کورنيو چارو چارواکو ته ستونزي زياتي کړي دي. دغه چارواکي پر بعضو وکيلانو او ډاکټرانو شک کوي چي داسي تګلاري او کړنلاري يې رامنځ ته کړي دي چي په مرسته يې وکولای سي د مهاجرو د ديپورت مخه ونيسي. همدا وجه ده چي د آلمان د پوليسو د صنفي اتحاديې رئيس راينر وېنډټ او د مسيحي سوسيال اتحاد سياستوال هانس پېټر فريډريش د دې غوښتنه کوي چي د ديپورت په پروسه کي بايد له لا زيات قاطعيت څخه کار واخيستل سي.

په آلمان کي د پوليسو د صنفي اتحاديې رئيس راينر وېنډټ په دې ترڅ کي د آلمانۍ ورځپاني «بلډ» سره د خبرو پر وخت د «ديپورت د مخنيوي» له «صنعت» څخه خبره کړې ده.

سياستوال هانس پېټر فريډريش چي پخپله پخوا د کورنيو چارو وزير پاته سوی دی وايي: «هر څوک چي د رد سوو پناه غوښتونکو په موضوع کي حکومت تېرباسي، هغه د دې امکان برابروي چي اتباع د دولت د عمل کولو پر واک اعتبار له لاسه ورکړي.»

Deutschland Massenschlägerei unter Flüchtlingen in Bielefeld
په آلمان کي د مهاجرو ډليزه شخړهانځور: picture-alliance/dpa/C. Mathiesen

د ډاکټرانو بې يقيني

له بل اړخه دغه موضوع په ډاکټرانو کي د بې يقينۍ حالت رامنځ ته کړی دی. داليا هيوهنه او نور کارپوهان وايي چي ډاکټران دلته په يو دوه لاره کي ځان احساسوي. هيوهنه وايي: «زيات ډاکټران اوس د داسي سرټيفيکېټ د جوړولو پر وخت د سختي بې يقينۍ سره مخامخ وي چي ايا يو مهاجر په الوتکه کي د لېږد له پاره اړينه روغتيايي وضعه لري او که څنګه.»

د «پناه غوښتنې د دويم پاکټ» په نوم د قانون د نافذ کېدو څخه تر مخه دا امکانات زيات ول چي د ډاکټر له لوري د يو مهاجر د ناوړه روغتيايي وضعيت سند د يو مهاجر د ديپورت مخه نيولې وای. خو اوس چارواکي صرف هغه روغتيايي سندونه مني چي تر ۱۴ ورځو څخه زاړه نه وي. دا يه داسي حال کي چي دغه سندونه د يو معلوم او ډېرې سختي تګلارې له مخي جوړيږي.

همدا وجه ده چي دا يو نه جواب سوی سوال پاته دی چي ډاکټران تر کومي پولې د ديپورت له پاره د اړينې روغتيايي وضعې داسي صحيح تشخيص کولای سي چي د ديپورت پر ضد وي. په زياته بيا په داسي حال کي چي هغوی د وخت تر فشار لاندي د ټولې لانجې سره يوازي وي او يا د ژباړونکو مرستې ته اړ وي.