1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د سياست پر سر لانجه حل سوه

۱۳۹۴ آذر ۲۳, دوشنبه

د آلمان صدراعظمي انګېلا مېرکل د مهاجرو له پاره د خپل سياست په تړاو د خپلو ګوندي منتقيدينو سره تفاهم وکړ. د ګوند په کنګره کي به اوس د «پام وړ» مهاجرو د شمېر کمولو غوښتنه وسي.

https://p.dw.com/p/1HN2r
Deutschland CDU Parteitag Angela Merkel
انځور: Getty Images/AFP/T. Kienzle

د آلمان د ائتلافي حکومت د مسيحي ديموکرات اتحاد ګوند (CDU) يو شمېر سياستوال د انګېلا ميرکل د مهاجرو له سياست څخه ناخوښه وه. د بېلګي په توګه د آلمان د زاکسن انهالت ايالتي لومړي وزير راينر هسل اوف او په همدې شان د ياد ګوند د ځوانانو څانګي غوښتنه کوله چي د مهاجرو په سياست کي دي بدلون راوستل سي.

يادو اړخونو په زياته بيا دا غوښتنه کوله چي و آلمان ته د راتلونکو پناه غوښتونکو له پاره دي «حد» وټاکله سي او تر هغه دي زيات پناه غوښتونکي نه منل کيږي.

خو د دغه ګوند رئيسي او د آلمان صدراعظمي انګېلا ميرکل نه غوښتل چي آلمان د پناه غوښتونکو د منلو له پاره «حد» وټاکي. د هغې په وينا داسي یوه پوله به د آلمان له اساسي قانون سره په ټکر کي وي.

د اعلاميې مسوده بدله سوه

د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۴مه) د آلمان په کارلس روهه ښار کي د مسيحي ديموکرات اتحاد عمومي کنګره پېل سوه. د ګوند مشرتابه پلان کړی وو چي په دغه کنګره کي و راغلو استازو ته د مهاجرو د سیاست په تړاو د اعلاميې او په دې هکله د دغه ګوند د تګلاري د تعين مسوده وړاندي کړي.

پر دغه مسوده بايد استازي رايي واچوي او هغه ومني. خو د دې له پاره چي د مهاجرو د سیاست په تړاو د ګوند دننه د نظر دغه اختلافات رابرسېره نه سي، له کنګرې څخه يوه ورځ تر مخه بيا هڅي پېل سوې چي دغه مسوده د يو تفاهم په ترڅ کي بدله کړله سي.

د دغه ګوند مشرتابه بالاخره په رشتيا هم په دغه مسوده کي په هغو برخو کي تغير راوړ چي د لانجې سبب ول.

د دغه مسودې په مرکزي برخه کي اوس راغلي: «موږ ژمن يو چي د اغېزمنو اقداماتو په مرسته د راتلونکو پناه غوښتونکو او مهاجرو په شمير کي د پام وړ کمښت راولو. ولي چي که د اوس په شان د اوږدې مودې له پاره د پناه غوښتونکو راتګ ادامه ولري نو حتی د آلمان په څېر يوه هيواد دولت او ټولنه به د خپلو امکاناتو پولو ته ورسوي او تر اوده وتل بي يې تر وس تېر سي.»

د اعلاميې پر مسوده د تفاهم رامنځ ته کېدو وروسته اوس د دغه ګوند د ځوانانو څانګي هم هغه غوښتنه بېرته اخيستې ده چي پر دغه موضوع يې د مېرکل د نظر خلاف په کنګره کي د بحث کولو غوښتنه کړې وه.

د آلمان د مسيحي ديموکرات ګوند مشرتابه اټکل کوي چي د مهاجرو په تړاو د ګوند د تګلاري مسودې ته به اوس د ګنګرې اکثريت استازي رايي ورکړي.

په دغه نوې مسوده کي د «حد» ټاکلو خبره نه ده سوې چي په دې توګه د دغه ګوند د رئيسي مېرکل د نظر څرګندويي کوي. له بله اړخه د پناه غوښتوکو د شمېر د کولو له پاره د اقداماتو غوښتني د ګوند د ننه د تنقيد کوونکو غوښتنه منلې ده.