1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د لېږد په تړاو د دبلن دريمه ماده تائيد سوه

۱۳۹۶ تیر ۲۹, پنجشنبه

د اروپايي محکمې لويي څارنوالي د دبلن ۳ تړون په رڼا کي د مهاجرو د لېږد له پاره د شپږو مياشتو ميعاد تائيد کړ.

https://p.dw.com/p/2gshR
Europäischer Gerichtshof in Luxemburg
انځور: Reuters/F. Lenoir

ايلينور شارپستن د اروپايي محکمې لويه څارنواله ده. هغې له يو اروپايي هيواد څخه بل اروپايي هيواد ته د مهاجرو د بېرته لېږد په تړاو يوه فيصله کي په دبلن ۳ تړون کي مقرر سوی شپږ مياشتنی ميعاد تائيد کړ.

د دبلن تړون له مخي هر پناه غوښتونکی چي اروپايي اتحاديې ته د هر غړي هيواد له لاري لومړی داخل سوی وي، بايد په هماغه هيواد کي د پناه غوښتنه وکړي. د دغه تړون له مخي که يو پناه غوښتونکی د اروپايي اتحاديې د يوه غړي هيواد له لاري د دغي ټولني يوه بل هيواد ته ستون سي او هلته د پناه غوښتنه وکړي، نو دغه هيواد کولای سي چي ورغلی پناه غوښتونکی بېرته هغه هيواد ته ولېږي چي لومړی ورداخل سوی وي.

د دبلن تړون په رڼا کي له يوه اروپايي هيواد څخه بل اروپايي هيواد ته د پناه غوښتونکي د لېږد له پاره د شپږو مياشتو ميعاد ټاکل سوی دی. خو د دغه کار له پاره بايد دويم هيواد لومړي هيواد ته غوښتنليک ولېږي چي مهاجر ومني. که لومړی هيواد ډډه وکړي نو بيا د پناه غوښتونکي د بېرته لېږد له پاره پروسه پېليږي او دويم هيواد شپږ مياشتي وخت لري چي دغه پروسه بشپړه کړي. که دويم هيواد د شپږو مياشتو په جريان کي د پناه غوښتونکي په بېرته لېږد کي پاته راسي بيا نو مجبوره دی چي پخپله د دغه پناه غوښتونکي دوسيه وڅېړي.

د اروپايي محکمې په دغي نوي پرېکړي سره اوس په دې اړه لانجه حل سوه. جنجال پر دې وو چې د بېرته لېږد شپږو مياشتو وخت په دقيقه توګه څه وخت پيليږي. ايلينور شارپستن فيصله کړې چي دغه ميعاد له هغه وخته پيليږي چي معلومه سي چي بېرته لېږد ممکن دی او تر سره به سي.

د مجيد شيري په نوم يو ايراني پناه غوښتونکي په اتريش کي د پناه غوښتنه کړې وه، حال دا چي دی د بلغاريا له خوا اروپا ته داخل سوی وو. اتريش غوښتل چي دی بېرته بلغاريا ته ولېږي خو شيري محکمې ته مراجعه وکړه چي د بېرته لېږد موضوع يې تر شپږو مياشتو زيات وخت نيولی او په دې توګه نو بايد اتريش يې د پناه غوښتنه وڅېړي.

زموږ له آرشيف څخه (29.12.2016):