1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د مخنیوي له پاره پر شوو اقداماتو نیوکه

۱۳۹۶ تیر ۱۳, سه‌شنبه

په آلمان کې د مهاجرو د حقونو مدافع سازمان پرو ازول پر آلمان، فرانسې او ایټالیې باندې نیوکه کړې او ویلې یې دي چې د دغو اروپایې هیوادونو حکومتونه د مدیترانې له لارې د راتلونکو مهاجرو د مخنوي له پاره غبرګ دویوالونه جوړوي.

https://p.dw.com/p/2fssf
Libyen Flüchtlinge Menschenschmuggel Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa/AP/E. Morenatti

د آلمان، فرانسې او ایټالیې د کورنیو چارو وزیرانو د پاريس په غونډه کې د مدیترانې سمندرگي له لارې اروپا ته د راتلونکو مهاجرو د مخنیوي له پاره پر یو لړ اقداماتو موافقه کړې.

د دغې غونډې په ترڅ کې د هغو غیر دولتي سازمانونو په برخه کې هم د قوانینو سختولو پریکړه وشوه، چې په مدیترانې سمندرگي کې د ژغورنې عملیات ترسره کوي.

په آلمان کې د مهاجرو د حقونو په برخه کې د فعال ټولنیز سازمان Pro Asyl مشر ګنتر بُکهارد، بیا د دغو پریکړو په غبرګون کې د نوموړو اروپایې هیوادونو پر حکومتونو سختې نیوکې کړي دي.

بُرکهارد ویلي دي چې د دغو هیوادونو حکومتونو«د مدتیرانې سمندرگي له لارې له لیبیا څخه اروپا ته د راتلونکو مهاجرو د مخنیوي له پاره په مدیترانې او د لیبیا په سویلي ساحل کې په اصطلاح دوه دویوالونه جوړول غواړي.»

د دغه ټولنیز سازمان مشر له فرانسې خبري آژانس سره په مرکه کې دا هم وویل چې دغه اروپایې هیوادونه د مهاجرت پر کړکیچ د سترګو پټولو کوښښ کوي.

نوموړي زیاته کړې ده «د اروپایې اتحادیې د رامنځته کیدو راهیسې دا د اروپا د پناهندګۍ پر سیستم تر ټولو لویه حمله ده.»

په ایټالیا کې د مدیترانې سمندرگي له مسیر څخه په پرله پسې ډول په ډیر لوی شمیر کې د مهاجرو تر راتګ وروسته د ایټالې حکومت ویلي وو چې اوس دغه هیواد د نورو مهاجرو جذبولو ظرفیت نه لري.

په همدې لړ کې د یکشنبې ورځې په ماښام (د جولای میاشتې ۲) د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د جرمني، فرانسې او ایټالیې د کورنیو چارو وزیرانو تر منځ خبرې اترې ترسره شوې.

په دغو خبرو اترو کې د اقتصادي دلایلو له امله اروپا ته د راغلو مهاجرو د اخراج بهیر ګړندي کولو ترڅنګ په مدیترانه کې د ژغورنکي ماموریت تر سره کونکو غیر دولتي سازمانونو له پاره د قوانینو پر سختولو هم موافقه رامنځته شوه.

سربیره پر دې له لیبیا څخه د مهاجرو د راتګ بندولو له پاره د یو شمیر اقداماتو د عملي کولو پریکړه شوې.

بُرکهارد پر دغو پریکړو د سختو نیوکو په ترڅ کې وویل چې د دغو اقداماتو هدف «د مهاجرو په بیه د اروپایې سرحدونو ساتنه او حفاظت کول» دي.

د مهاجرو د حقونو په برخه کې دغې فعالې ادارې ویلي دي چې له لیبیا څخه د مهاجرو د راتګ مخنیوي له کبله د ایریتریا او سومالیا په څیر هیوادونو خلک هم زیانمن کیږي، کوم چې د منل شویو مهاجرو په توګه په آلمان کې د پنا ترلاسه کولو مستحق دي.