1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د ملیت معلومول د سافټ ویر په مرسته ـ آلمان

۱۳۹۵ اسفند ۲۸, شنبه

آلمان په پام کې لري د مهاجرو د اصلي هیواد معلومولو له پاره د غږ د تحلیلولو له ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړي. دغه سافټ ویر کولی شي مختلفې لهجې وپيژنې او د مهاجرو د دوسیو د څيړنې په برخه کې له مسئولینو سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/2ZTIr
Niederlande Flüchtlinge in Nijmegen
انځور: Getty Images/AFP/P. van de Wouw

د «دي ولټ» آلمانۍ ورځپاڼې د جمعې په ورځ (د مارچ میاشتې۱۷) رپوټ ورکړ، آلماني چارواکي اراده لري د دې له پاره چې دغه هیواد ته د راغلو مهاجرو د مبدا یا اصلي هیواد د پيژندګلوۍ په برخه کې ډاډ تر لاسه کړي له یوه ځانګړي تخنیکي وسیلې (سوفټ ویر) څخه چې د غږ د تشخیصولو له پاره جوړ شوی استفاده وکړي.

د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي اداره په پام کې لري چې په راتلونکو دوو اونیو کې له دغه سافټ ویر څخه کار اخیستنه ؤ آزموي، تر څو د احتمالي نیمګړتیاو په لیري کولو سره یې وکولی شي په ۲۰۱۸ م کال کې په پراخه پيمانه وکاروي.

آلماني چارواکي هیله لري چې دغه وسیله به وکولی شي د مختلفو ملتونو د پناغوښتونکو لهجې او خبرې، له پخوا څخه د اخیستل شوو غږیزو نمونو سره تر تطبیق کولو وروسته ؤپيژني.

له دغه سوفټ ویر څخه ترلاسه کیدونکي معلومات کیدای شي د مهاجرو د دوسیو د څیړنې په برخه کې له مسئولینو سره ډیره مرسته وکړي. د دغه سوفټ ویر اساس د غږ معلومولو هم هغه ابزار دي چې بانکونه او د بیمي شرکتونه ترې استفاده کوي، خو د ډول ډول لهجو د تشخیصولو له پاره یې کودونه بدل شوي دي.

دغه ټکنالوژۍ څومره د ډاډ ور ده؟

د کډولو له پاره د آلمان فدرالي ادارې د شمیرو له مخې، نږدې ۶۰ سلنه هغه خلک چې دې هیواد ته مهاجر شوي دي، د هویت پیژندنې اسناد نه لري. د آلمان د کورنیو چارو وزارت د فبرورۍ په میاشت کې هغه قانوني مسوده تائيد کړه چې له مخې د مهاجرو د چارو مسئولینو ته دا امکان ورکول شوی چې د یوه مهاجر د هویت پيژندنې په برخه کې ډاډ ترلاسه کولو له پاره د هغه ګرځنده تلیفون او لپ ټاپ، وپلټي.

د ډیجیټال آزادۍ او شخصې معلوماتو د خونديتوب مدافعینو د آلمان د کورنیو چارو وزارت پر دې ګام نیوکه کړې او دا یې د مهاجرو له حقونو څخه سرغړونه بللې. خو داسې معلومیږي چې آلمان د مهاجرو د هویت معلومولو او او پيژندګلوۍ له پاره له دغه امکان څخه د استفادې په برخه کې کلکه اراده لري.

آلمان له ۱۹۹۸ م کال راهیسي د مهاجرو د ملیت معلومولو له پاره د ژبپوهانو مرسته ترلاسه کوله، خو د غږ تشخیصونکي سوفټ ویر یا وسیلې ته انکشاف ورکونکي وایې چې په دې برخه کې کیدای شي د انسانانو په پرتله د کمپیوټر له خوا پر ورکړل کیدونکو معلوماتو ډير اعتبار وشي: هغه ادعا چې ډير شمیر متخصصین یې په اړه شک لري.

د University of Essex په پوهنتون کې د ژبپوهنې پروفیسوره مونیکا شمیټ، دویچه ویله ته وویل: «د غږ تحلیلونکي باید د ژبپوهنې د پسمنظر دقیقه مطالعه ولري، تر څو وکولی شي مختلف فکتورونه په پام کې ونیسي. زه نه پوهیږم یو سوفټ ویر څنګه کولی شي د یوې کلیمې متفاوت تلفظ تشخیص او هغې ته له یوې بلې لهجې او غږ سره نسبت ورکړي.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (01.08.2015):