1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د هویت په برخه کې د لا زیات شفافیت غوښتنه

۱۳۹۵ مهر ۲۱, چهارشنبه

د آلمان په کمنیتڅ ښار کې د احتمالي تروريستې بریدونو طرحې د مهاجرو د سوابقو د لا سختې ارزیابۍ په هکله بحثونه تاوده کړي دي. خو آیا دغه ارزیابۍ به په رښتیا هم ګټه ولري؟

https://p.dw.com/p/2RAHe
Deutschland Fingerabdruck Flüchtlinge
انځور: picture alliance/dpa/P. Endig

پخوا په آلمان کې د پناهندګې غوښتنلیک وړاندی کول د لاترۍ ټکټ ته ورته وو. په داسې حال کې چې له یو شمیر سوریایې کډوالو څخه ۷ ساعته انټروي اخیستل کیدله، خو یو شمیر نورو باید یوازې یوه فورمه ډکه کړی وای او د خپل مهاجرت او تیښتې دلیل یې په کښې لیکلی.

تاکه بکري چې د آلمان په لایبزیک ښار کې اوسیږي په ۲۰۱۵ کال کې دغه هیواد ته مهاجر شوی. بکري باید په عاجل ډول د پوښتنو یوه فورمه ډکه کړې وای. هغه دویچه ویله ته وویل: « ماته څرګنده ده چې ولی چارواکو داسې کار کاوه، زما په اند په دې ډول کارونه ډیر په چټکۍ سره پر مخ وړل کیدل، د دې پر پرتله چې پوښتنې او ګرویږدنې ترې وشي. چارواکو اصلاً وخت نه درلود.»

تیر کال په ډیر لوړ شمیر کې د نویو راغلو مهاجرو د راتګ له امله چارواکي دوی ته رسیدګي نه شوه کولې. ډیرې دغو مهاجرو د اعتبار وړ اسناد نه درلودل او یو شمیر نورو بیا په یو ښار کې خپل نوم ثبت کړی دی او له هغه ځای څخه بیا بل ښار ته تللي دي او یا هم له آلمان څخه وتلي او په یو بل اروپایې هیواد کې میشت شوی دی. له همدې امله د سوریایې، عراقي او اریتریایې مهاجرو له پاره اجباري (شفاهي) انټروي لغوه او یوازې د ثبت نام فورمې پر ډکولو اکتفا کیدله.

د لازیاتو امنتیي تدابیرو غوښتنه

په دې برخه کې ستونزه دلته هم وه چې ډیر شمیر مراکشیانو او د شمالي افریقایې هیوادونو نورو مهاجرو هم ځانونه د سوریایانو په نوم ثبتول پيل کړل. له همدې امله د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې چارواکو یو وار بیا له پناه غوښتونکو څخه د شفاهي انټرويګانو لړۍ پيل کړه.

د نوموړي ادارې کارکونکي د پناه غوښتونکي د ګوتو نښان او عکس ثبتوي او هغه د آلمان د پولیسو د اطلاعاتو له بانک سره پرتله کوي. د مهاجرو د هويت اسناد هم تر بررسۍ لاندې نیول کیږي.

د آلمان په کمنتڅ ښار کې د پولیسو له خوا د جابر البکر احتمالي ترهګر تر نیول کیدو وروسته د مهاجرو د سوابقو د څیړنې په هکله غوښتنې ډیرې شوې دي. ویل کیږي چې البکر له داعش«اسلامي دولت» ترهګرې ډلې سره ارتباط درلود.

جابر البکر بالاخره د خپلو خپلوانو له خوا ونیول شو، نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجر په توګه په آلمان کې منل شوی وو. چارواکي له داعش سره  د دغه ۲۲ کلن ځوان احتمالي تماس څیړي.

په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجر په توګه په آلمان کې منل شوی وو. چارواکي له داعش سره  د دغه ۲۲ کلن ځوان احتمالي تماس څیړي.
انځور: Polizei Sachsen

سره له دې هم د آلمان د سوسیال مسیحي ګوند سیاستوال هانس پیتر اُل، غوښتنه کړې چې د آلمان استخباراتي ادارې باید د پخوا په پرتله مهاجر په دقیق ډول وڅیړي. په عین زمان کې دغه غوښتنه د آلمان د استخباراتي ادارو له خوا د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې اطلاعاتو ته د نامحدودې لاسرسي په معنی ده.

اپوزیسیون: «د استخباراتي ادارو صلاحیتونه دې نه زیاتیږي»

په بایرن ایالت کې د آلمان سوسیال مسیحي ګوند د یوې اوږدې مودې راهیسې د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل د کډوالۍ سیاست ضد دریځ خپل کړی دی. په ځانګړي توګه د ۲۰۱۵ کال د سپټمر میاشتې پریکړه چې د مهاجرو پر وړاندی دي د بالکان مسیر خلاص پریښودل شي د دغه ګوند له سختو نیوکو سره مخامخ شوی وو.

په حکومت کې د شریک ائتلاف په توګه نه یوازې سوسیال دیموکرات ګوند، بلکې اپوزیسیون هم د استخباراتي ادارو د صلاحیتونو زیاتولو غوښتنه رد کړې وه. له زرغون ګوند څخه ایرینه میهالیچ دغه غوښتنه لیونتوب وباله او وې ویل چې دا ډول څرګندونې په اوس وخت کې دغه ویشل شوې ټولنه لا پسې قطبي کوي. د کیڼ اړخو له ګوند څخه اولایلپکه، هم دغه غوښتنه غیرمعقوله بللې وه.

یو شمیر نور دې خبرې ته اشاره کوي چې د انسباخ او وورتڅبورګ پيښې او همدارنګه د مونشن په ښار کې ډزې، د هغو مهاجرو له خوا ترسره شوي دي چې د آلمان تابعیت یې درلود او یا هم هغه چې تر ۲۰۱۵ کال مخکې آلمان ته راغلي ول. په پای کې نور مهاجر په ډیرې سادګۍ سره د امنیتي ځواکونو تر دوربین لاندي ونیول شول.