1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د کړکیچ په هکله ورستۍ پیښې

Ag۱۳۹۵ خرداد ۲۰, پنجشنبه

په ایټالیا کې د پولیسو د یوه مامور په لاسو د یوه مهاجر وژنه، د لیبیا ساحل ته نږدې تر سلو ډیر مهاجر ژغورل شوي او په سوډان کې د انساني قاچاقبرانو د مرکزي بانډ مشر تر نیول کیدو وروسته ایټالیې ته انتقال شوی.

https://p.dw.com/p/1J3o6
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Sapone

ایټالیا

یوه مهاجر پر یوه ایټالوي پولیس د چاقو گذار وکړ او هغه یې ټپې کړ، پولیس پر دغه مهاجر ‌ډزې وکړې او هغه یې وواژه. دغه پیښه د ایټالیې په سویلي ښار روزارنو، کې د چهارشنبې په ورځ هغه وخت رامنځته شوه کله چې د سین فرنانډینو، د مهاجرو په یوه کمپ کې دوو تنو مهاجرو پر یو بل د غلا تور ولگاوه.

کله چې دوو تنو پولیسو د فزیکي شخړې د بندولو له پاره مداخله وکړه، یوه مهاجر پر دغه پولیس د چاقو گذار وکړ او بالمقابل پولیس هغه په ‌ډزو وویشته. تر اوسه پورې د دغه مهاجر د هویت په هکله معلومات نه دي ورکړل شوي. د یادونې وړ ده چې دغه ایټالوي ښار د افریقایې کارگر مهاجرو، امنیتي کارکونکو او سیمه ییزو خلکو تر منځ د شخړو مرکز بلل کیږي.

Symbolbild Flüchtlingsboot
انځور: Getty Images/G. Bouys

لیبیا:

د لیبیا د ساحلي گارد په حواله په مدیترانه کې د لیبیا ساحل ته نږدې ۱۱۷ تنه مهاجر په سمندر کې له ډوبیدو څخه ژغورل شوي دي. کله چې د سه شنبې په ورځ د سیمه ییز ساحلي گارد دوه کیشتۍ د پیښې ځای ته ورسیدل، هلته په یوه کیشتۍ کې په لسگونه انسانان سپاره ول.

په ژغورل شوو کسانو کې ۶ تنه امیدواره ښځې هم شاملې وي. دغه ټول مهاجر د انساني قاچاقبرانو پر وړاندی د مبارزې چارواکو ته سپارل شوي او ښځې بیا روغتون استول شوې دي.

Italien Flüchtlinge Pozzallo Hotspot
انځور: Diego Cupolo

سوډان:

اېټالوي پولیسو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له افریقا څخه اروپا ته د مهاجرو د قاچاق یوه مهم قاچاقبر تر نیول کیدو وروسته ایټالیې ته انتقال شوی دی. دغه کس به په ایټالیا کې محاکمه کیږي.

۳۵ کلن اریتریایې میرید یحډیگو مدحاني، د «داجنرل» په نوم مشهور دی. هغه له ۲۰۱۲ کال راهیسې په زرگونه مهاجر اروپا ته استولي دي، له همدې امله هغه د افریقا د لوې صحرا او لیبیا پر مسیر یو مرکزي چاقاقبر بلل کیږي.

مدحاني په نړیواله کچه د جرمونو له امله ایټالیا ته انتقال کړای شو. نوموړی د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د دغه هیواد او ایټالیایې ځواکونو د گډو عملیاتو په ترڅ کې ونیول شو. د مدحاني نیول کیدل د انساني قاچاقبرانو پر وړاندی د مبارزې په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه گڼل کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب