1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو له پاره بانکي حساب د مدغم کیدو لومړی پړاو

۱۳۹۵ اردیبهشت ۶, دوشنبه

په آلمان کې د کور کرايه کولو او یا هم کار پيدا کولو له پاره د بانکي حساب موجودیت شرط دی. همدا علت دی چې اړونده اداره د مهاجرو له پاره د بانکي حساب جوړولو په هڅه کي ده. په دې برخه کې به یو نوی قانون هم معرفي شي.

https://p.dw.com/p/1Ic6J
انځور: picture-alliance/dpa/A. Warmuth

د آلمان په پلازمېنه برلین کې د یوه بانک مخې ته مهاجر په اوږدو کتارونو کې خپل نوبت ته انتظار باسي. ۲۹ کلن محمد چې له ایران څخه مهاجر شوی دی د سحر راهیسې د بانک مخې ته ولاړ دی، څو د شپار کسه په نوم بانک کې ځانته اکاونټ یا بانکي حساب جوړ کړي.

هغه هیله مند دی چې د بانک له کارکونکي سره تر دغه دیرش دقیقه یې ملاقات وروسته به د یو بانکي حساب درلودنکي وي او د آلمان په ټولنه کې د مدغم کیدو په برخه کې به یې لومړی گام پورته کړی وي.

تیر کال آلمان ته تر یو میلیون ډیر مهاجر را رسیدلي دي، له دې امله د بانکي حساب جوړولو تقاضا ډیره زیاته شوی ده. د برلینه شپارکسه په نوم یو بانک د دغه تقاضا د پوره کولو له پاره په خپلو دوو څانگو کې داسې اسانیاوې برابرې کړي دي، چې له مخې مهاجرین په اسانې سره کولوې شي خپل بانکي حساب پرانیزي.

د دغه بانک یوه چارواکي اولاف شلس، په خبره د دې کار له پاره د نوموړي بانک د دوو څانگو ځانگړي کول اړین وو. د هغه په خبره له دې اقدام سره دغه ستونزه تر ډیره بریده حل شوې.

نوموړي زیاته کړه: «موږ په انگلیسي او عربي ژبو اسانیاوې برابرې کړي دي. د بانک کارکونکي د ټولو اسنادو سره په ښه توگه آشنایې لري. د یوه بانکي حساب د پرانیستلو له پاره ټول اړین معلومات په انگلیسي او عربي ژبو برابر شوي دي.»

اوس مهال په دې بانک کې نږدې ۱۶۰۰۰ مهاجر بانکي حساب لري. د بانکي حساب له لارې د مهاجرو ډیرې اداري ستونزې حل کیږي.

د ۲۴ کلن سوریایې مهاجر انس الباشا، په خبره د هغو مهاجرو له پاره چې د سپورت په لویو سالونو کې اوسیږي ډیره مهمه ده چې په بانکونو کې خپلې پیسې په مطمئن ډول وساتي. الباشا، د برلینه شپارکسه په بانک کې د ژباړونکي په توگه هم دنده ترسره کوي. نوموړی د مهاجرو پوښتنې ځوابوي. هغه د ۲۰۱۴ کال په ستمبر میاشت کې آلمان ته راغلی دی.

د کار د لټون او کرایې کور ترلاسه کولو له پاره د بانکي حساب موجودیت ډیر اړین گڼل کیږي. د دې خبرې په پام کې نیولو سره چې د بانکي حساب پرته د کډوالو د مدغم کیدو پروسه نه شي پیلیدلې، د آلمان د مالیې سکتور څارونکي ادارې BaFin تیر کال د بانکي حساب جوړولو په شرایطو کې د نرموالي رامنځته کولو آمر وکړ.

آلمان ته د را رسیدونکو کډوالو لویه برخه له خپل ځان سره پیژندپاڼې او اسناد نه لري. د دې له پاره چې یو مهاجر ځانته بانکي حساب پرانیږې، د کډوالو له پاره د آلمان فدرالي ادارې څخه یو لیک، یو انځور او د پیژندنې څو اساسي اسناد باید له ځان سره ولري.

دا خبره مهمه ده چې د آلمان ټول بانکونه د مهاجرو له پاره دا ډول اسانیاوې نه وړاندی کوي. لوې بانکونه په دې اند دي چې د مهاجرو په بانکي حساب کې پیسې ډیرې لږې وي. خو په برلین کې د شپارکسه بانک دغه چارواکي (اولاف شلس) وایې چې په نږدې راتلونکي کې به په آلمان کې داسې قانون تصویب شي چې له مخې به یې هر یو شخص که هغه هر څومره عاید ولري د بانکي حساب جوړولو حق به ولري.