1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې پر څلورمه برخه مهاجر ماشومان پر لاره بد چلن تجربه کوي

۱۳۹۶ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

ماشومان د بې ځایه شویو کسانو په منځ کې تر ټولو ضعیفه ډله ده. یوه نوې څیړنه ښيي چې هغوی ډیر وخت له خپلو والدینو پرته له خطره ډک سفر کوي او تر ټولو بد حوادث تحمل کوي.

https://p.dw.com/p/2joGh
Lesbos Minderjähriger Flüchtlinge
انځور: Imago/Zuma

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف، او د مهاجرت نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي دي چې د ټولو هغو ماشومانو له ډلې څخه چې د مدیترانې له لارې د اروپا په لور تښتې، درې پر څلورمه برخه یې له ناوړه چلن او ستم سره مخامخیږي.

دغو دواړو نړیوالو سازمانونو د دې څيړنې له پاره له ۲۲ زره مهاجرينو څخه چې نيماي يې ماشومان ول پوښتنې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق سیمه ايز دفتر مشر افشان خان، ویلي دي چې ناوړه چلن، وهل ټکول او تبعیض له هغو بي ځايه شویو ماشومانو سره د مدتیرانې سمندرګي له لاري د ايتالې په لور حرکت کوی، يو ورځنې کار او عادی خبره ده. په خاصه توګه بیا په لیبیا کې تنکي ځوانان د مليشو او جنایت کاره باندونو د ناوړه کړنو قرباني دي.

په خاصه توګه تور پوستي له تبعیض سره مخامخ کیږي

د دې رپوټ له مخې ۸۳ سلنه هغه کم عمره مهاجرين چې د افریقا له صحرا څخه راځي پر لاره سخت تاوتريخوالی زغملي. د نورو سیمو له مهاجرو ماشومانو سره دغه ډول ناوړه چلن ۵۶ سلنه دی. مرستندویه سازمانونه اټکل وهي چې د دي دليل ښايي توکم پالنه وي.

افشا خان د اروپايي ټولنې له حکومتونو غوښتي دي چې د مهاجرینو له پاره قانوني لارې رامنځ ته کړي او دا چې باید کمپونو ته پناه غوښتونکو د اچولو له پاره هم باید یو بدیل رامنځ ته شي.

د مهاجرینو د نړيوال سازمان مدير اويګنیواميروسي هم د پناه غوښتونکو په منځ کې د دغه کمزوري ډلې د ژغورني له پاره د تدابيرو د نيولو غوښتونکې شوی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق، اوس د لیبیا له هیواد سره په خبرو اترو بوخت دی چې په دې هیواد کې مهاجرو له پاره د استوګنې ځای رامنځ ته کړي. چې په کې د شاوخوا ۱۰۰۰ مهاجرو د ساتنې امکانات وي.

اوس مهال په ليبيا کي د موجودو کمپونو یوه برخه د قاچاق وړونکو او ملیشو په کنترول کې دي. د مرستندويه سازمانونو د رپوټونو له مخې په دغه کمپونو کي هره ورځ له بشری حقونو څخه سرغړونې لکه قتل، جنسي تیري او د ناوړه چلن نورې بيلګي رامنځ ته کيږي.

د ليبيا له حکومت سره همکاري چې يوازي په دغه بې نظمي کې ډوب هيواد ځيني برخې کنترولوی په نړیواله کچه له شخړي سره مخ دې.

 په دې ورستيو کې د ايتالې حکومت د ليبيا ساحلي ګارد سره يو شمير هوکړي کړي چې په دې توګه نور مهاجرين ايتالې ته ولاړ نه شي. له دې سره هغه شمير پناه غوښتونکي چې د مديتراني سمندرګي له لارې ايتاليې ته راځي په ښکاره يې په شمير کې کموالې راغلې.