1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو مستند فلم «زما تيښته» د«پریکس اروپا» جايزه وګټله

۱۳۹۵ آبان ۳, دوشنبه

د مهاجرو لخوا اروپا ته د سفر پر وخت په موبايلونو ثبت شویو ويډیوګانو دښه مستند فلم جایزه وګټله. دغه فلم څو ورځې دمخه د جرمني دکولن په فلمي فيستيوال کې هم یوه جايزه ګټلې وه.

https://p.dw.com/p/2RaGW
01.2016 #MyEscape (Themenbild vorab)
انځور: Reuters

د «My Escape» یا «زما تيښته» په نوم مستند فلم چې د مهاجرو د ژوند حال بيانوي د«پریکس اروپا» جايزه وګټله. دغه فلم څو ورځې دمخه دجرمني دکولن په فلمي فستيوال کې هم د ښه حرفوي مستند فلم جايزه ګټلې وه.

په ۲۰۱۵ کال کې په سلونو زره مهاجر آلمان ته راغلل. زيات شمير مهاجرو په ډراماتيکه توګه ځانونه اروپا ته راورسول. په دوی کې بيا ګڼ شمير مهاجرو اروپا ته د تيښتې پر وخت د لارو په اوږدو کې په خپلو موبايلونو فلمونه او عکسونه اخیستي دي. ددغو یو شمير ويډيوګانو څخه د «برلين پروډکشن» رسنيز سازمان، د ډویچه ویله او «ډبليو. ډي. آر» رسنيو په همکارۍ یو مستند فلم جوړ کړ .

Prix Europa Logo

 

دغه مستند فلم وشو کړای چې د اروپايي درې ګونو رسنيو (تلويزيون، راډيو او انټرنيټ) د توليداتو په سيالۍ کې د تر ټولو ښه مستند فلم د کټګورۍ جايزه خپله کړي.

د سياليو ژوري هييت وويل چې دغه فلم د هغو انسانانو شخصيت او کرامت ته اشاره کوي، کوم چې داروپا په ساحلو او سرحدونو کې د يو امن ژوند او ښې راتلونکې په لټه کې دي.

د تلويزيوني توليداتو په برخه کې بيا د «تراپد» يا « په لومه کې نښتي» په نوم سريال چې د آلمان او آیسلند هيوادونو مشترک توليد دی ښه جايزه وګټله.

په ميني يا لنډو سريالونو کې د ناروي هيواد «نوبل» ميني سريال اول شو. نوبل تر ټولو ښه تلويزيوني ډرامې په توګه د «ګاو برنز» جايزه ترلاسه کړه.

په دغه فیستيوال کې په مجموعي ډول د ۲۴ هيوادونو ۲۳۱ تلويزيوني، راډيويي او انټرنيتي توليدات د ديارلسو ټاکل شويو جايزو څخه د ېوې د ترلاسه کولو لپاره کاندید شوي وه. د هرې جايزې ارزښت ۶۰۰۰ يورو ښودل شوی دی.

د «پریکس اروپا» چې داروپايي هيوادونو لپاره یو ځانګړی فيستيوال دی، د ۱۹۸۷ کال څخه راپديخوا هرکال د دغو هيوادونو د رسنيزيو توليداتو د انتخابولو په هدف ترسره کيږي.

د ويلو وړ ده چې د مهاجرو د «مای اسکیپ» مستند فلم تيره اوونۍ د آلمان د کولن فلمونو په ۲۶ فیستيوال کې هم د تر ټولو ښه حرفوي مستند فلم په برخه کې لمړی مقام خپل کړ او د تندیس تر څنګ يې د ۳۰۰۰ يورو جايزه هم ترلاسه کړه.

پرورته موضوع انځورونه زموږ د آرشیف څخه