1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو په اړه د اروپايي اتحاديې تازه هڅي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۱, پنجشنبه

په اروپا کي د مهاجرت تر کړکېچ وروسته اوس د دې هڅه کيږي چي د دغو مهاجرو ځيني بيرته څرنگه وهڅوي چي بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سي.

https://p.dw.com/p/2cnpu
Deutschland Syrische Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

آلمان یوه داسې ویبپاڼه پر انټرنیټ په لیکه کړې، څو مهاجرین دې ته وهڅوي چې پخپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته وګرځي.

دhttp://www.returningfromgermany.de په نامه دغه ویبپاڼه آلمان ته په وروستیو دوو کلونو کې تر یو میلیون د ډیرو مهاجرو تر راتګ وروسته، د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې دغه هیواد غواړي په کور دننه کې د مهاجرت کړکیچ له پاره د حل لارې وموندي.

په عین وخت کې د آلمان حکومت په دې هڅه کې دی چې د پناه غوښتني لړۍ له جګړو څخه د تښتیدلو سوریايي مهاجرو په څیر کسانو ته چې په آلمان کې د پاتېدو ډیر چانس لري، او د هغو کسانو له پاره هم په چټکۍ سره د بیرته لیږلو لار هواره کړي چې په دې هیواد کې د پاتېدو لږ چانس لري.

دا چې د اخراج لړۍ ډیره پیچلې او ډیرو پیسو ته اړتیا لري، نو له دې امله د آلمان حکومت په دې هڅه کې دی چې د پیسو او نورو امکاناتو په برابرولو سره مهاجرین دې ته وهڅوي ترڅو پخپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شي.

په عین وخت کې د «فونک» په نامه یو آلمانی رسنيز ګروپ خبر ورکوي چې د روان کال په لومړۍ ربع کې یوازې ۸۴۶۸ کسان پخپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي. دغه رسنۍ وايي چې دغه شمیر د تیر کال په ورته وخت کې ۱۳۸۴۸ کسان وو.

په دې ویبپاڼه کې مهاجرو ته د مشورې ورکوونې مرکزونو، د بیلابیلو پروګرامونو او د بیرته ګرځیدو پر مهال مهاجرو ته د اړتیا وړ نور معلومات وړاندي شوي دي.

بل لوري ته بیا د اروپايي ټولني د احصايي آژانس وايي چې د دې ټولنې په غړو هیوادونو کې تیرکال ۶۳ زره داسې ماشومانو د پناه غوښتنه کړې چې سرپرست نه لري او زیاتوي چې له دوی څخه تر نیمايي زیات یې د سوریې او افغانستان اتباع دي.

د ایروستات یا د اروپايي ټولنې د احصايي آژانس د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ایسلنډ، لیشتن شتاین، ناروې او سویس په ګډون د اروپايي ټولنې په ټولو ۲۸ هیوادونو کې ۶۳۳۰۰ بې سر پرسته ماشومانو د پناه غوښتنه کړې.

د دې شمیر دوه پر دريمه برخه یې داسې هلکان دي چې عمرونه یې د ۱۶ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي او کابو۶۳۰۰ داسې هلکان دي چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو څخه کم دی. دغه اداره وايي چې له دې ډلې څخه تقریباً ۶۰ سلنه کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده.

پر دې سربیره سربستان په خپله خاوره کې په پارکونو، پخوانیو ګودامونو او نورو غیر رسمي ځایونو کې میشت مهاجرن بلګراد ته انتقال کړي دي. د دغه هیواد د مهاجرو ادارې ویلي دي چې سلګونه داسې مهاجر یې په بسونو کې له پلازمینې بهر رسمي کمپونو ته انتقال کړي ډي.

په سیمه کې خیریه کارکوونکي وايي چې د دې ښار د پریښودو د مخنیوي له پاره بیا په لسونو نور مهاجر تښتیدلې دي. د جمعې په ورځ په دې سیمو کې کوچني بلډوزر ترسترګو شوي چې دغه ګودامونه یې تخلیه کول.

په سربستان کې شاوخوا ۷۰۰۰ داسې مهاجر بند پاتې دي چې د پولو سخت بندښت له ا مله بیا هم غواړي چې د هنګري او کروشیا هیوادونو ته ولاړ شي.

زموږ له ارشيف څخه:

AP/dpa