1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له استراليا سره د امریکا توافق «جدي ارزول» کيږي

۱۳۹۵ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د آسترالیا تر څار لاندې په دوو ټاپوګانو کې میشت کابو ۱۲۵۰ مهاجرین به تر یو لړ جدي ارزونو وروسته امریکا متحدو ایالاتو ته انتقال شي.

https://p.dw.com/p/2Wo41
Australien Flüchtlinge Insel Nauru 2001
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Rycroft

د سپیني ماڼۍ یوه چارواکي د سه شنبې په ورځ وویل چې د امریکا متحدو ایالاتو او آسترالیا ترمنځ به اوس د «ناورو» او «مانوس» په ټاپوګانو کې میشتو مهاجرو پر سر موافقه به «د جدي ارزونې» سره سم پرمخ ولاړه شي.

د سپیني مانۍ ویاند شان سپایسر، له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د هغه توافق په اساس چې تیر کال شوی، ۱۲۵۰ تنه هغه مهاجرین چې اوس د آسترالیا تر خاوري دباندي په یوه زندان کې ساتل کیږي، تمه ده چې د امریکا متحدو ایالاتو ته انتقال شي.

هغه په دې هکله وویل: «د هغوی یوه ډیره جدي ارزونه کیږي او دا کار د توافقنامې د بستې یوه برخه ده.»

سپایسر ویلي دي چې دغه توافق «د اوباما ادارې له خوا د امریکا متحدو ایالاتو د بشپړ ملاتړ په لرلو سره ترسره شوی دی.»

نوموړي زیاته کړه: «د امریکا متحدو ایالاتو ولسمشر د حکومت له لوري هوکړو ته درناوی لري او ژمنه کوي چې ارزونه به په هغه ډول ترسره کیږي چې موږ یې اوس ترسره کوو.»

بل لوري ته د آسترالیا لومړي وزیر، مالکولم ترنبول دغه توافق د تیرکال په نوامبر میاشت کې هغه مهال اعلان کړ چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې ترمپ بریالی شو. داسې ښکاري چي له هماغه نیټې څخه آسترالیايي چارواکي د ترمپ د سلاکارانو په منځګړتوب د پردې ترشا هڅې کوي چې دغه توافق عملي بڼه غوره کړي.

سربیره پر دې، د ترمپ له خوا د مهاجرت او پناه غوښتنې پر وړاندي د سخت دریځ د عملي کولو موضوع، د دغې هوکړي د عملي کولو په هکله شک او تردید پيدا کړی وو.

د آسترالیا تر څار لاندي په دغو دواړو کمپونو کې میشت زیاتره مهاجرین، د هغو هیوادونو وګړي دي چې زیاتره یې مسلمانان دي. ترمپ تیره اونۍ د یوه اجرايي فرمان په لاسلیک کولو سره امریکا متحدو ایالاتو ته د څو اسلامي هیوادونو د وګړو پر راتګ بندیز ولگاوه.

نور مطالب: